داګرانومي څانګې کريکولم(درسي نصاب)
د اګرانومي څانګې د ليسانس دوره (د تحصيلي دورې اوږدوالی او درسي نظام) د کرنې پوهنځي تر چوکاټ لاندې په ۱۶ اونۍ لرونکو اتو سمسترونو کې د کريدت په شکل سره جوړيږي، چې هر کريدت په نظري درسونو کې ۱۶ ساعته او په عملي درسونو کې ۳۲ ساعته په برکې نيسي. د اګرانومي څانګې د ليسانس په دوره کې ۱۵۰ کريدت شامل دي چې د ځانګړو درسونو کريدت، د اساسي درسونو کريدت، او د پوهنتون شموله مضامینو کريديت دي.
همدارنګه په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د څانګې نصاب یوځل بیا تجدید شوی او د تصویب او تائید لپاره لوړو مقاماتو ته استول شوي. د یادونې وړ ده چې د نوي نصاب تطبیق له لمړي ټولګي څخه پیل شویدي.
د اګرانومي څانګې د ۸ سمسترونو نصاب په لاندې جدولونو کې شودل شوی دی.





