دعامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې

ليدلوری

زمونږ ليدلوری د افغانستان د پاليسيو ثبات او د ښې حکومتولۍ لپاره معياري او وړ کادرونو روزل دي، ترڅو په اوږدمهال کې حکومتي چارې معياري، شفافې او د نړيوالو معيارونو په نظر کې نيولو سره باثباته او وړ حکومتي خدمات وړاندې شي.

ماموريت

عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځی وياړي، چې د عامه ادارې، عامه پاليسي او پراختيا مديريت برخو کې معياري کادرونه روزي، ترڅو د خپلو وړتياوو او کاري مهارتونو پر مټ د هېواد په داخل کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې شته ستونزو ته حل لارې ولټوي او په پرمختګ کې يې رغنده ونډه ولري.

موخې

د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځی واضح اوروښانه اهداف لري چې د پوهنتون په نشراتي ارګان(پوهه مجله)کې او هم د عامه ادارې اوپاليسۍ پوهنځي دانټرنيټي صفحې له لارې  نشر او منعکس شوي،دعلمي شورا دتوافق وړګرځيدلي دي او په رسمي  راپورونوکې  درج کړای شوي.د دې پوهنځي په مرام کې دټولنې اړتياوې په نظرکې نيول شوي دي چې دنوموړو اړتياوو د پوره کولوپه خاطرمودليسانس دورې لپاره د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي اهداف په  لاندې ډول په نظرکې نيولي دي :

  1. د عامه اداراتو په برخه کې د داسې مسلکي او پوهه مديرانو روزل کوم چې به په اداري برخه کې د اداري مهارتونو،اداري اصولو او د ټولو عامه موسساتو دندې،مسؤليتونه او حقوق وپيژني .
  2.  د داسې علمي کادرونو روزل کوم چې ملي ګټوته په خپلوشخصي ګټوترجيح ورکړي،متعهد  وطنپال اوخلکوته دخدمت جوګه وي.
  3. دادارې  اصولوته پابند  اوبايد ديوه مسلکې کادرپه توګه وظيفه پېژندونکې اوصادق اوسي اوددولتي چاروپه بهبود کې خپله ملي دنده وپيژني.
  4. دهمکارۍ اوهمغږۍ روحيې په ارزښت پوه اوپه کاري ساحوکې دلازموتدابيرو دتخنيکي وړتياوو سره د ښه خدمت مصدروګرځي.
  5. په عمل کې دخپلې پوهې اواخلاق تفکر څخه استفاده وکړي اودسالم تفکر اوعلميت په اساس د عامه اداراتو  د پرمختګ او بهبود لپاره د وخت د غوښتنو مطابق د داسې پاليسيو جوړول کوم چې عامه ادارات دترقۍ په لوروهڅوي.
  6. دمديريت او بشري منابعو(H.R) دعلم په کلي مفاهيمواوعمومي طريقو پوه اوپه معاصرو مسايلوخبروي.
  7. د بشري منابعو د انکشاف (Human Resources Development)  د علم دتاريخي تکاملي پړاوونو او نظرياتوپه نظرکې نيولوسره دمختلفو سکتورونو ترمنځ د عمومي روشونوارتباط ورکوونکی او د خپلې ترلاسه کړې پوهې دښه تشريح کولواستعداد ولري.
  8. دوضيعت په تحليل سره د اداراتو د عدم پرمختګ او پاليسيو جوړونې ستونزې مشحصې اودحل لارې ورته وسنجوي اودهغې مطابق عمل وکړي.
  9. په شفاهي اوتحريري بڼه وړانديز پاڼې،پاليسي ګانې،د تحقيق نتايج اونظريات خلکوته توضيح کړای شي.
  10. داصولي  او سالمې ادارې په برخه کې دنوښت او اوچت ذکاوت اوعمل په اجرا کولو سره نوروته دتشويق اوترغيب مصدروګرځي.
  11. له نوې تکنالوژۍ اوعلوموسره په هماهنګ ډول دپرمختيا لپاره تدابير وسنجولای شي.
  12. نوښتګراوسي اودخطرونومنونکی وي.
  13. خپلې سيمې اودټول هېواد د وګړو عنعناتواو اسلامي مقدساتوته درناوی ولري  او د اړتيا پر مهال يو ډېر ښه رهبر(Leader) واوسي.
  14. په ټولو عامه مديريتي،توليدي اوخدماتي سکتورونو او د پاليسۍ جوړولو واحداتو کې د (Management Science)دعلم نظرياتو توانايي ولري.

 په هېواد کې د معاصرې ادارې د اصولو درامنځته کولوپه برخه کې مخکښ شي.

User account menu