د ګلانو روزنې برنامې پېژندنه
د ګلانو روزنې او منظرې جوړونې څانګه ( Floriculture and Landscaping) د کرنې پوهنځي یوه مهمه او اساسي څانګه ده چې د مهموتجارتی ګلانو، زینتی نباتاتو، طبي نباتاتو، عطری نباتاتودپيژندنې، ژوند دوران، توليد، پروسس او بازار موندنې په برخه کې پرمختګ وشی. چې د توليداتو د کمیت او کیفیت د لوړیدو سره سم به د کروندګرو په عایداتو کې زیاتوالی راشي، د هېواد د صادراتو د کچې د لوړیدو سبب به وګرځي چه له امله به یې په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې مثبت تاثیرات رامنځته کړي.
دا برنامه د ټولو ګاونډيو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په پوهنتونونو کې شتون لري. او ددې ترڅنګ دسيمې په مهمو هېوادونو لکه هندوستان کې هم وجود لري.
لرلید
د هېواد دننه د د ګلانو روزنه او منظرې جوړونې په برخه کې د ليسانس په کچه د کادرونو په روزلو سره د زینتي بوټو د تولید او کیفیت لوړول، پروسس او صادراتو په برخه کې پرمختیاوې رامنځته کول.
ماموریت
1. د پوهنتون او نورو مرستندويو ادارو له شته امکاناتو څخه د اعظمي ګټې اخيستنې له پاره د زمينې برابرول او پوهنتون ته شهرت او موقف بخښل.
2. د لسانس د برنامی د زده کړیالانود تحقیقاتی پروژود ترسه کیدلو څخه وروسته په هېواد کی د ګلانوروزنه، چمنونو جوړول، پارکونو جوړول، پروسس، بازارموندنی په وړاندی موجوده ستونزو ته د حل په موخه مختلفی لاری چاری او میتودونه د همدی برنامی له لاری بزګرانو سره شریکول.
3. د بشري پوهاوي له لارې د ګلانوروزنه،چمنونو جوړول، پارکونو جوړول د کميت، کېفيت او د ځنځيري ارزښت د لوړولو له پاره د زمينې برابرول.
ارزښتونه
1. د ديني او ملي ارزښتونو ساتنه او د اسلامي شعائرو درناوی او رعايت.
2. د عقيدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحیې هر اړخيزه پياوړتيا.
3. د اخلاص، تقوا او عبادت د ترسره کولو روحيه پياوړې کول.
4. اسلامي ارزښتونو ته د ژمن مسلمان، متدین او مسلکي کادر روزنې ته پاملرنه.
5. د اسلامي اخوت، يووالي، مهربانۍ، خواخوږۍ، خدمت کولو او يو بل ته د درناوي او ايثار روحيه پیاوړې کول.
6. پر شرعي احکامو عمل او پر هغو د ټینګې عقیدې روحیه پیاړې کول.
7. د ديني اصالت او دنيوي او عصري اړتيا پر بنسټ د ديني او عصري علومو ترمنځ د توازن رامنځته کول او د هغو ترمنځ د اړيکې د ټينګوالي روحيه پیاوړې کول.
8. د الهي حکمونو او وحي پر بنسټ د انسان د روحي، عقلي او جسمي اړتياوو ترمنځ د توازن رامنځته کول او ترمنځ یې د اړيکې د ټينګوالي روحيه پیاوړې کول
موخې
د کرنی او ګلانو روزنې او منظري جوړولو په برخه کی د هېواد موجوده ستونزو ته په کتلو سره په عصری او نوی تکنالوژۍ سره د علمی کادرونو روزل او ټولنی ته دخدمت له پاره وړاندی کول.
پورتنی هدف ته درسیدلو په موخه لاندې ځانګړی اهداف په پام کې نيول شوي دي:
- . د عامه او خصوصي سکتور د پرمختيا له پاره د ګلانوروزنه،چمنونو جوړول، پارکونو جوړول، پروسس، بازار موندنې او هم د صادراتو په برخه کې ليسانس د برنامې د پلي کولو له لارې د محصلینو روزل.
- . په نوموړې برخه کې د هېواد شرایطو ته په کتلو سره د وړ او متخصصنو کادرونو روزل او د هغوی ظرفیت لوړول.
- . د بشري سرچينو د وړتياوو د لوړولو له مخې د ښې حکومتولۍ او اقتصادي پرمختګ له پاره د زمينې برابرولو له پاره روزنه ورکول.
- . د ګلانو روزنې او منظري جوړولو د کميت او کېفيت د لوړونې له کبله د هېواد د صادراتو پياوړي کولو له لارې اقتصادي پرمختګ ته د بشري قوې روزل.
- . د ګلانو او زیبتني بوټو د روزنې، تولید، پروسس او د ځنځيري ارزښت لوړونې مديريت ته د ودې ورکولو له لارې د ټولنيز ژوندانه د کچې لوړولو په موخه د کادرونو چمتو کول.
متوقعه پایلې
د دې تر څنګ به لاندې پایلې هم تر لاسه شي
2. د بشري سرچينو د وړتياوو د لوړولو له مخې د ښې حکومتولۍ او اقتصادي پرمختګ له پاره وړ کړنې تر سره کول.
3. د ګلانو روزنې او منظري جوړولو د کميت او کېفيت د لوړونې له کبله د هېواد د صادراتو پياوړي کولو له لارې به اقتصادي پرمختګ.
6 . د ګلانو روزنه، تولید، پروسس او د ځنځيري ارزښت لوړونې مديريت ته د ودې ورکولو له لارې د ټولنيز ژوندانه د کچې لوړولو په برخه کې به هم رغنده ګامونه اخیستل.
د تحصیلي نصاب د تطبیق لږ تر لږه شرايط
دا چې په هېواد کمې د څو پر له پسې لسیزو جګړو او په هېواد کې د بې ثباتۍ له امله د هېواد ډیری برخې ویجاړې شوي او په ټوله کې د هېواد منظرې له منځه تللي چې بیا رغونې ته ډیره اړتیا لري، د دې تر څنګ هېواد ډیری وګړي له بېلا بېلو ستونزو او سختيو سره مخ شوي دي چې له امله يي په بېلا بېلو رواني ستونزو اخته شوي. نوموړو ستونزو ته په کتو ډیری نورې ستونزې هم لرو چې د دې برخې په ایجاد سره به د نوموړو ستونزو په ګوته کولو او هم ورته د حل لارو په موندلو کې رغنده رول ولري.
- د برنامې جواز: دا نصاب د هیواد په ټولو امارتي او خصوصي تعلیمي بنسټونو کې، چې رسمي جواز ولري او لاندې شرایط یې برابر کړي وي، په مساوي ډول پلي کېدونکی دی.
- کارکونکي: د نصاب د پلي کیدو لپاره د کارکوونکو شتون اړین دی، په ځانګړي ډول وړ استادان (هغه استادان چې په ورته کچه کې اړوند یېکورسونه لوستي وي)، وړ محصلین، د طبیعي او انساني علومو لپاره وړ او تجربه لرونکي تخنیکران، او کافي اداري او خدماتي کارکوونکي باید موجود وي.
- کافي وخت: کافي وخت د نصاب د پلي کیدو لپاره تر ټولو مهم شرط دی. دا شرط په ځانګړې توګه د هغو برنامو لپاره مهم دی چې د رسمي وخت څخه بهر ترسره کېږي. د هر دلیل له امله ضایع شوي درسي ساعتونه (لکه رسمي رخصتۍ، علمي سفرونه، او نور) باید ژر تر ژره جبران شي.
پلي کوونکي بنسټونه مکلف دي چې د سمستر منځنۍ ازموینې داسې تنظیم کړي چې درسي ساعتونه ضایع نه شي.
- که د شرایطو د نه برابرېدو له امله د سمستر اوږدوالی له ۱۶ اونیو څخه کم وټاکل شي، اداره مکلفه ده چې د کمې شوې مودې درسي ساعتونه د پاتې سمستر په اونیو کې تنظیم کړي.
- د څانګي لپاره بشری منابع
الف) استادان: لږ تر لږه د ۵-۶ تنو پورې مجربو استادانو ته اړتیا لیدل کیږي.
ب) مسلکي لابرانت: لږ تر لږه یوه مسلکی لابرانت ته اړتیا ده،
ج) اداري کارمندان: د اړونده فارم له پاره کارګر او هم د څانګې د چارو له پاره یوه کارګر ته اړتیا ده.
د) کتاب خانی او تکنالوژې برخي مسول: نوموړې برخې ته هم مسلکی کسان باید شتون ولري،
د ټاکل شویو مفرداتو سره سم د درسي محتوا چمتو کولو او کتابونو د تالیف لارښود اصول او معیارونه
- درسي محتوا بايد د اسلامي اصولو، دیني او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره په داسي ډول ترتیب شي، چې مسایل او شکلیات یې د شرعي حکمونو مطابق او حنفي فقهې سره سم وي. اداري سيسټم، نومونه او مصطلحات یې د مفاسدو متضمن نه وي او د شرعي مقاصدو له روح سره هم په ټکر کې نه وي.
- درسي محتوا باید داسي ترتیب شي چې د دیني اصالت سره سم دنیوي ضرورت او معاصرت ته په کتو د ټولو علومو او فنونو په برخه کې وروستي نوښتونه او لاسته راوړنې ځای پر ځای شي او نړیوال هغه معیارونه چې د شرعي احکامو سره په ټکر کې نه وي، هم په پام کې ونیول شي.
- درسي محتوا بايد په داسي ډول ترتيب شي، چې د محصلینو په ذهنونو کې د تحصیل مقصد يوازې ماديات پيدا کول نه وي؛ بلکې د علم ارزښت په داسي ډول په ذهن کې ورکړل شي چې علم یو فضیلت دی چې په تحصیل یې د انساني ذات تکميل او غوره صفتونه ترلاسه کېږي او په پایله کې یې نوی نسل داسي روزل کېږي چې د اخلاص، تقوا او عباداتو ترسره کولو روحیه یې پیاوړې او د اسلامي اخوت، یووالي، خواخوږۍ، خدمت، درناوي او ایثار روحیه یې تقویه کېږي او په ټوله کې نوی نسل داسي روزل کېږي چې هېواد او ټولنې ته الګو، نمونه او د پيروۍ وړ انسان وي.
- د ساينسي، ټولنیزو، ادبي او انساني علومو درسي محتوا بايد داسي ترتيب شي، چې عقیدوي، فکري او اخلاقي برخه یې د اسلام د اعتقادي او اخلاقي نظامونو سره سمه وي، اساسات، مصادر او ځانګړتیاوي یې د اسلامي شریعت مطابق وي. د حقوقو، اقتصاد، سیاست، ادارې، مدیریت، پالیسۍ، قانون، انسانپوهنې، ټولنپوهنې، روانپوهنې، هنر او تربیتي علومو برخه یې د حنفي فقهې سره سمه وي.
- د ټولنیزو او ادبي علومو درسي محتوا بايد داسي ترتيب شي، چې د اسلامي علومو، فنونو، تاریخ، کلتور، ارزښتونو، ویاړونو او شخصیتونو په اړه پکې د اړتیا سره سم کافي مستند معلومات شتون ولري او په مادي او معنوي دواړو برخو کې د نړۍ په پرمختګ کې د مسلمانانو رول او ونډه جوته کړي. د برترۍ د حس ترڅنګ دا ذهنیت ورکړي، چې اسلام یو کامل او شامل دین دی، چې د ژوند ټولو مادي او معنوي برخو ته خپل ځانګړي نظامونه، اصول او لارښوونې لري او په هر وخت، مکان او زمان کې د تطبیق او عمل وړ دي.
- درسي محتوا باید داسي چمتو شي چې محصل له يوناني او افلاطوني فلسفې څخه مستقيما د نشأة ثانية (رنسانس، د غربيانو د بيا را پورته کېدو زمانه) دورې ته ونه رسول شي او د محصل په ذهن کې دا خبره ورنه کړل شي، چې په منځنيو پېړيو (قرون وسطی) کې ګواکې ټوله نړۍ په توره تياره کې وه، سره له دې چې واقعيت داسي نه دی، بلکې دغه زمانه يوازې د غربیانو له پاره توره زمانه وه، البته مسلمانانو ډېرې لویې علمي او تجربوي لاسته راوړنې او کارنامې لرلې، چې واقعیت او تاریخ پرې شاهد دی.
- د ساینسي او تجربي علومو درسي محتوا باید داسي ترتیب شي چې پکې د ساینس په حقایقو بناء مواردو او د ساینسپوهانو د اټکلونو او قیاسونو تر منځ په څرګند ډول توپیر وشي؛ ځکه په حقایقو بناء مواردو کې د اسلام خلاف څه نشته، خو اټکلونه او قیاسونه یې د اسلام خلاف هم کېدلای شي او استاذان او مؤلفین باید د قرآن کریم هغه آیتونه چې د کائناتو اړوند دي د ساینس پوهانو پر اټکلونو او قیاسونو د تطبیق بې ځايه هڅه ونه کړي؛ ځکه په دغه ډول انطباق کې د قرآن کریم کوم خدمت نشته، بلکې دا ډول اټکلونه او قیاسونه که غلط ثابت شي، نو د قرآن کریم په اړه د شکوکو او شبهاتو د پیداکېدو لامل ګرځي.
- د ساینسي او تجربوي علومو برخه کې د نصاب په تاريخي مخينه کې بايد د مسلمانو علماوو رول تر اوسني معيارونو پورې د دغو علومو په رارسولو کې داسې په ډاګه شي، چې همدغه مسلمان علماء او پوهان وو، چې تر ټولو لومړی یې نړۍ ته د تجربې له مخې د څېړنو تګلاره وښودله او د اروپا او لوېديځ څېړنې هم پر همدې بنسټ ولاړې دي.
- ساینس او طبیعي علومو کې د کائناتو او طبیعي پېښو او آفتونو اړوند مواردو کې نسبت یوازي طبیعت او مادیت ته ونشي، بلکې الهي او شرعي اړخ یې هم باید ذکر شي.
- د ساینس، طبیعي علومو، ژبو او نور د اړتیا وړ علومو او فنونو د درسي کتابونو محتوا باید داسي ترتیب شي، چې د نوموړو علومو په اړه د نورو له تجربو څخه استفاده وشي، خو عقیدوي، فکري او فرهنګي مسایل را انتقال نشي.
د تحصیلي نصاب ځانګړنې
د ګلانو روزنې او منظرې جوړونې څانګې د مفرداتو په ترتیب او تنظیم کې هڅه کوو ترڅو پدې برخه کې ترټولو وروستی مالومات او لاسته راوړنې ځاي پرځای کړو. د مفرداتو په برخه کې به د سیمي او نړۍ له پرمختللو پوهنتونونو له تدریسي موادو څخه استفاده وشي، البته ټول مفردات چې د نړۍ له نورو مختلفو او د باور وړ منابعو څخه ترلاسه کېږي مخکې له دې چې د تدریسي موادو په حیث ترتیب کړل شي د هېواد له شرایطو سره مقایسه او د اسلام مبارک دین د ارشاداتو په نظر کې نیولو سره انتخابیږي.
- دا نصاب د ټولو امارتي او خصوصي زدهکړییز بنسټونو لپاره، چې د پلي کیدو جواز او شرایط یې پوره کړي وي، د واحد نصاب په توګه وړاندې کېږي.
- د دې نصاب بیاکتنه او پراختیا د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې ترسره شوې ده.
- دا نصاب د نړیوالو علمي معیارونو پر بنسټ ترتیب شوی دی.
- زاړه مضامین او سرچینې د مسلکي استادانو او متخصيصينو لخوا حذف شوي او پر ځای یې نوي مضامین او مواد ځای پر ځای شوي دي.
- د مسلکي استادانو لپاره دا اړینه شوې چې د نوي نصاب سره سم کتابونه او درسي مواد د لوړو زدهکړو وزارت تر څار لاندې برابر کړي.
- د فکرې تربیې او اسلامي بیدارۍ لپاره په نوي نصاب کې د "مادیت او د اسلام په اړه نوي شبهات" په نوم مضمون اضافه شوی دی.
د اړتیا ارزونه
د کرنې پوهنځي مشرتابه او د ګلانو روزنې او منظرې جوړولو د څانګې د علمي کادر غړي دې موخې ته د رسيدو له پاره یوه ټوليزه د اړتیا پېژندنې يو لومړنی سروې تر سره کړی ده. نوموړې سروي د فارغو محصلینو، د کرنې اړوند دولتي او خصوصي ادارو، کرنیزو انستیتیوتونو، کرنیزو لیسو او نورو باندې ترسره شوی او دې پاېلې ته رسيدلی یو چې په دې برخه کې لیسانس د پېل له پاره کافي غوښتنې وجود لري او هم د ترسره کيدلو له پاره ېې د پوهنتون، پوهنځي او ګلانو روزنې او د ځمکي منظري جوړولو څانګې په سطحه فزيکي، بشري او محيطي اسانتياوې او نور فرصتونه هم شتون لري چې د پروګرام د پېلولو او بشپړولو له پاره غوره بلل کېږي. پدې برخه کې لاندې موارد چمتو شوي دي.
1. اړونده اړين اسناد ترتيب شوي دي.
2. تدريسي خونې او فزیکې زیر بناوې ورته اماده دي.
3. په شرايطو وړ د کافي تجربې او شمېرې استادانو شتون لري.
4. د پوهنځي په سطحه فزیکي امکانات (تدریسي خونې، لابراتوارونه، کمپیوتر لب، کتابتون، فارمونه او نور) برابر شوي.
5. د مينه والو زده کړيالانو د جذب له پاره د لوړو زده کړو وزارت لواېح او طرزالعملونه موجود دي چې ورڅخه به ګټه پورته شي.
6. د پوهنتون او پوهنځي په کچه د ماستري د پروګرام د بورد د غړو شتون او فعاليت موجود دی.
7. د غوښتونکو د نوم لیکنی ځانګړو فورمونه ترتيب شوي او شتون لري.
8. د څلورو سمسترونو له پاره د اړونده مضامينو او نصاب په نښه شوي (په اړونده برخه کې د معتبرو پوهنتونونو د کريکولم او نصاب څخه د هېواد د شرايطو پر بنسټ ګټه اخيستل شوې)
9. د پاليسۍ سند ترتيب شوی او شتون لري
10. د څېړنو له پاره د موضوعاتو د ټاکنې او د هغې د ليکنې له پاره کړنلارې شتون لري.
دا څانګه په هېواد کې لاندې اړتياوې پوره کولای شي.
د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې هرکال مختلف قسمه تجارتی ګلان، Cut Flower ، Hanging Flower، Lose Flower، په نرسرۍ کی د مختلف قسمه یو کلن، دوه کلن او څو کلنو ګلانو زينتي نباتاتو، طبی عطری نباتاتو د توليد، پروسس او بازار موندنې په برخه کې پرمختياوې رامېنځته شي چې د توليداتو د وړ کميت، کېفيت د ګلانو د مسلکی اشخاصو په واسطه روزنی او پالنی ته ضرورت لری د ستونزې د حل له پاره د مسلکي اشخاصو روزل ډير اړين دي او د مسلکي اشخاصو د روزنې له پاره بايد د ګلانو روزنې او منظرې جوړونې څانګه Floriculture and Landscaping ديپارتمنت تاسيس شي چی یادو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شی.
په هېواد کې د ګلانو روزنی او د استعمال له پاره د دې څانګې متخصيصنو ته ډيره اړتيا ليدل کيږي نو د دې ستونزې د حل له پاره بايد د ګلانو روزنې او منظرې جوړونې څانګه Floriculture and Landscaping ديپارتمنت دننګرهار پوهنتون د کرنی پوهنځی په چوکاټ کې هم جوړ شي تر څو مسلکي او فني اشخاص وروزي او ټولنی ته یی د خدمت له پاره وړاندی کړی.
د ګلانو روزنې او منظرې جوړونې برنامه په تحصیلي ستراتیژي کې د تحصیل دوره او د کریدیتونو (اساسي (۲۸)، مسلکي (۷۴)، انتخابي(۴)، ټول شموله (۳۲) او پای لیک (۵)) مشخص کول په دقت سره په لاندې ډول ترتیب شویدي.
الف) د تحصیل دوره
په عادي او نورمال ډول د لېسانس تحصیلي دوره به په څلورو کلونو(اته سمسترونو) کې پرمخ وړل کیږي، هر سمستر به د ۱۶ تدریسي اونيو درلودونکی وي، د تدریس اړوند ټول تدریسي مواد به په همدې ۱۶ هفتو کې ترتیب او د محصلینو د لاسرسي وړ به وي، البته منځنۍ او وروستۍ ازموینې پدې ۱۶ اونۍ کې شاملې ندي، منځنۍ ازموینه باید د علمي کادر د غړو لخوا پداسې ډول واخیستل شي ترڅو د درسي بهیر د خنډ سبب ونه ګرځي.
که چیرته د عادي حالت څخه پرته کوم محصل غواړي نوموړې څانګې کې خپلې زده کړې بشپړې کړي، نو هغه به د لوړو زده وزارت د دولتی محصلانو د طرز العمل له مخې وړاندې ځي.