د شرعياتو پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې

ليد لوری.

دشرعي علومو په زدکړه ،څيړنو او ټولنيزو خدمتونو کې په نړيواله کچه ځانګړې حيثيت تر لاسه کول.

رسالت تعینول.

په شرعي او ديني علومو کې د متخصصو کادرونو روزل ،په څيړ نيز ميدان کې دمهارتونورامنځ ته کول،د ښوونې،قضا،افتا او نورو اړونده څانګو لپاره د وړ شخصيتونو وړاندې کول.

ارزښتونه Values

                د شرعیاتو پوهنځی ځینی مهم ارزښتونه په لاندی ډول ذکر کېږي:

  1.                 په زده کړه او خدماتو كې لا زیات ښه والي.
  2.                 تعليمي، اداري او مالی استقلاليت
  3.                 په تعليمي او اداري چارو کې شفافیت او عدالت.
  4.                 ديني، مذهبي او ملي ارزښتونو له ځانگړې توجو کول.

د شرعياتو پوهنځي موخې

د ننگرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي:

  1. په قرآني ،حديثي،او فقهي علومو کې د محصلينو روزل.
  2. په ديني مو ضوعاتو کې څېړنو ته لار هوارول.
  3. دښوونې.قضاء او افتا په چارو کې د ټولنې ضرورتونه پوره کول.
  4. داسې علمي او اکاډميک روزنه وړاندې کول چې ټولنې ته خير رسوونکي وي.
  5. د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو پراختیا او له نړیوالو منل شوو معیارونو سره یې برابرول.
  6.  د لوړو زده کړو په برخه کې د شفافیت بهیر لا پیاوړی کول.
  7.   د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لارې پیدا کول.
  8.   د سيمې په کچه شرعياتو پوهنځي ته معتبر حیثیت او باور وربخښل.
  9.  د هيواد په هر اړخيزې دوامدارې پراختيا کې پراخه ونډه اخېستل.
  10.  د فزيکي پراختيا او د ودانيزو، زيربنايي اسانتياو له لارې پوهنځي په يو اغيزناک او مساعد علمي چاپيريال بدلول.

 

User account menu