د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د خراسان پوهنتون دوه تنه استادان تقدیر کړل.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۲:۳۵
IMAGE

 

د خراسان خصوصي پوهنتون دوه تنو استادانو انجنیر زلمي احمدزي او انجنیر نصیر آغا شېرزاد، چې د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي سره د تېرو څلور کالو راهیسې د تدریس او محصلینو روزنې په برخه کې همکاري کوي، د پوهنتون د مشرتابه له خوا یې د علمي خدمتونو قدردانی وشو.

یاد شخصیتونه د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال سید محمدقاسم هاشمي او د انجنیري پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اجمل ستانکزي له خوا د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۲۸
Background image

د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ۱۵ تنو بې وزله محصلینو څخه مالي ملاتړ وشو.

لوړو زده کړو وزارت سره د (HHRD) نړیوالې خیریه مؤسسې د شوې هوکړې له مخې به د یادې مؤسسې د زده کړو ملاتړ پروګرام په لړ کې د ننګرهار پوهنتون او د یو شمېر ننګرهار مېشتو خصوصي لوړو زده کړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

د افغان مراد خصوصي لېسې زده کوونکو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار کې د افغان مراد خصوصي لېسې (۴۰) تنو زده کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددې پوهنتون اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. راغلو زده کوونکو ته د ننګرهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې درې اوونۍ به دوام وکړي، د روانې وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ. . .

BACK TO NEWS

User account menu