ننګرهار پوهنتون کې د واليبال سيالۍ د انجنیري پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۸:۲۸
image

 

یادې سیالۍ د ننګرهار پوهنتون د واليبال منتخبې لوبډلې د غوراوي په موخه د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د لوبډلو تر منځ دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې.

د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ په وینا، د سیالیو پایلوبې ته د انجنیري او اقتصاد پوهنځیو لوبډلو لار پیدا کړه، چې د انجنیري پوهنځي لوبډلې وکولای شو، چې ۳ د ۱ پر وړاندې نمرو سره د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي او په دې توګه انجنیري پوهنځي لوبډلې لومړی او د اقتصاد پوهنځي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.

د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سید اکرم هاشمي په ګډون د یادو پوهنځیو مسؤلینو او استادانو برخه لرله، چې د سیالیو ګټونکي لوبډلې او غوره لوبغاړو ته یې کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu