د ننګرهار پوهنتون متقاعد استادان او اداري کارکوونکي وستایل شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۷:۲
image

 

د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه له خوا ددې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو او څانګو د ۱۳ تنو استادانو او اداري او خدماتي کارکوونکو، چې سږ کال تقاعد ته سوق شوي وو، د اکاډمیکو او اداري خدمتونو قدردانی وشو.

په همدې مناسبت د وري په ۳مه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس ، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، د بشري سرچینو آمر او د ځینو اداري څانګو مسؤلینو په کې برخه لرله.

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په علمي، تدریسي او اداري برخو کې د متقاعدو استادانو او اداري او خدماتي کارکوونکو د ترسره کړیو خدمتونو یادونه او ستاینه وکړه.

نوموړي وويل: نن ورځ مونږ او تاسې د داسې شخصيتونو په وياړ راټول شوي يو، چې هر یو تن یې نږدې څلور لسیزې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د هېواد او ولس خدمت وکړ.

پوهاند بهسودوال زياته کړه: د ننګرهار پوهنتون د علمي پرمختګ، اکاډميکو چارو سمبالتيا او د مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې زمونږ د درنو استادانو هڅې او کوښښونه له هیچا پټ نه دي، مونږ يې قدردانى کوو او د لوی خدای (ج) له درباره ورته د اجر او په راتلونکې کې د ښې روغتیا غوښتنه کوو.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت هم د متقاعدو استادانو او اداري کوونکو په ترسره کړیو خدمتونو رڼا واچوله او د ستاینې تر څنګ یې له هغوی څخه په راتلونکې کې هم د مرستې او علمي همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د متقاعدو استادانو په استازولۍ د طب پوهنځي متقاعد استاد پوهاند ډاکتر احسان الله احسان او د ښوونې او روزنې پوهنځي متقاعد استاد پوهندوی الله داد اسماعیلزي د پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې د دوی خدمتونه يې وستايل او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکې کې به هم د پوهنتون له ادارې او اړوندو څانګو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د غونډې په پاى کې د پوهنتون مشرتابه متقاعدو استادانو او اداري او خدماتي کارکوونکو ته د هغوی د خدمتونو د قدرداني په موخه ستاینلیکونه ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

ننګرهار پوهنتون د فلیال پوهنتونونو لپاره د (ایس پي ایس ایس ) شپږ ورځنی ورکشاپ دایروي.

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا دایرېږي، چې د کریکولم په اړه یې د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال، څېړنو آمر او روزونکو استادانو تر منځ غونډه وشوه.

د مجلس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۵ کادري بستونو لپاره له ۲۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، خراسان، الفلاح، متانت او جهان پوهنتونونو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د ټولو امریتونو خودي ارزونه ترسره شوه.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، له دې ارزونې څخه یې موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري هغې ارزونې ته بشپړ چمتووالی نیول وو، چې د روان کال په وروستیو کې به ترسره شي.
یاده داخلي ارزونه چې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu