د ننګرهار پوهنتون د نړیوال علمي ژورنال (NUISJ) اجرائیه بورد مشورتي ناسته وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۹:۱۶
image

 

د یادې کاري ناستې پر مهال د بورد غړو د ژورنال د نشر په شرایطو او په یاده برخه کې د پاتې چارو د ترسراوي په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د نوموړي ژورنال ایجاد د ننګرهار پوهنتون لپاره ستره علمي لاسته راوړنه وبلله، چې په وینا یې، د نړیوالو مقالو د چاپ په برخه کې به د دې پوهنتون سربېره ورسره د نورو پوهنتونونو د استادانو ستونزه هم هواره شي.

د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح د ژورنال د اجرائیه بورد له غړو مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې یاد ژورنال رامنځته شو او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پاتې چارو او خپراوي په برخه کې یې عاجل اقدامات ترسره کړي، چې د هغوی له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي مرکزي کمېټې د دې کمېټې د مشر پوهندوی دوکتور همایون حامد په مشرۍ زراعت پوهنځي کې غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه په یو لړ فرهنګي او کلتوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۳:۵۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

د نوموړې کاري ناستې پر مهال، چې ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د حافظانو د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

ياد مراسم چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له خوا د ۲ تنو محصلينو د قرانکريم د حفظ کولو په وياړ جوړ شوي و، په کې د پوهنتون رئيس او محصلانو چارو مرستيال تر څنګ د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu