د ننګرهار پوهنتون اداري او تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۰ - ۷:۴۷
image

 

په یادو کاري ناستو کې، چې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د اړوندو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او مرستیالانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د حضوري درسونو د پیل، علمي کادر غړو تقرر او ځینو نورو مسايلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د اداري مجلس د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنځیو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، چې په حضوري توګه د درسونو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی او اړین تدابیر ونیسي.

نوموړي د پوهنتون د درسونو د پیل په اړه د مجلس له غړو د یوې طرحې غوښتنه وکړه، چې تر زیات بحث وروسته د رایو په یووالي تائید شوه، چې د وږي په ۱۵مه نېټه دې د دویم سمستر پاتې درسونه پیل او د تلې تر ۱۵مې نېټې دې دوام وکړي او د سمستر ازموینې دې د تلې میاشتې په وروستیو ۱۵ ورځو کې واخیستل شي او د نوي سمستر درسونه دې د لړم په لومړۍ نېټه پیل شي.

د مجلس د غړو له خوا پرېکړه وشوه، چې ترتیب شوې طرحه دې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون او د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه ته وسپارل شي او په یاده برخه کې دې د هغوی نهايي پرېکړې او تصمیم ته انتظار وشي.

د مجلس په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د علمي کادر غړو د تقرر ۴ کیسونه او یو لړ نور متفرقه مسایل مطرح او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu