د ننګرهار پوهنتون د نړیوال علمي ژورنال (Nangarhar University International Scientific Journal) د ایجاد چارې بشپړې او ډېر ژر به پر لیکه شي.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۷:۱۹
image

یاده خبره د علمي تحقیقاتو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت مقام سلاکار ډاکټر وسیم اقبال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د دې پوهنتون د نړیوال ژورنال اجرائیه بورد غړو سره د ویډیويي کنفرانس په ترڅ کې وکړه.

نوموړي د نړیوال علمي ژورنال د ایجاد په چاره کې ننګرهار پوهنتون له نورو پوهنتونونو مخکښ وباله او ددې پوهنتون له مشرتابه یې مننه وکړه، چې د یاد ژورنال چارې یې په ډېر ښه شکل په خپله مدیریت کړې.

ښاغلي اقبال د نوموړي ژورنال رامنځته کېدل د ننګرهار پوهنتون او د لوړو زده کړو ټولې کورنۍ ته ستره علمي لاسته راوړنه وبلله، چې په وینا یې، د نړیوالو مقالو د چاپ په برخه کې به د ننګرهار پوهنتون سربېره ورسره د نورو پوهنتونونو د استادانو ستونزه هم هواره شي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت مقام او د یاد وزارت سلاکار ښاغلي ډاکټر وسیم اقبال او د ننګرهار پوهنتون د نړیوال علمي ژورنال اجرائیه بورد د غړو استادانو مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې یاد ژورنال رامنځته شو او اړوندو مسؤلینو ته یې دنده وسپارله، چې د پاتې چارو او خپراوي په برخه کې یې عاجل اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu