د ننګرهار پوهنتون اداري او تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۸:۲۱
image

 

په نوموړو کاري ناستو کې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د پوهنځيو رئيسانو، مرستیالانو او اداري آمرينو په کې برخه لرله، چې د پوهنتون د مالي، اداري، تدریسي او ځینو نورو مسايلو په اړه په کې بحث او خبرې اترې وشوې.

د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په اداري او تحصیلي برخو کې د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتیش سپارښتنې د مجلس له غړو سره شریکې کړې او په یادو برخو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په اړه یې د پوهنځیو او اداري شعباتو مسؤلینو ته جدي سپارښتنې او لازم هدایات وکړل.

د مجلس په دویمه برخه کې په یو لړ نورو متفرقه مسایلو او د ننګرهار او د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو د تقرر په ۵ کیسونو بحث او خبرې وشوې او له پرېکړو وروسته د بعدي اجرااتو په موخه اړوندو څانګو ته محول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu