د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي څانګې استاد او د پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد مخکېني مشر پوهنمل لطیف الله غفوري د اکاډمیکو هلو ځلو قدردانی وشو.

sakhizada_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۸:۴۸
image

 

د ننګرهار پوهنتون په وړاندیز د لوړو زده کړو وزارت مقام د تضمین کیفیت او نورو اکاډمیکو برخو کې د ښاغلي غفوري د هلوځلو د تقدیر په موخه نوموړي ته درېیمه درجه تقدیرنامه رالېږلې وه، چې نن ورځ د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا نوموړي ته ورکړل شوه.

پوهنمل لطیف الله غفوري د ننګرهار پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت مقام مننه وکړه، چې د نوموړي هڅې یې تقدير کړې او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به په راتلونکې کې هم ددې ستر اکاډمیک مرکز خدمت ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu