د ننګرهار پوهنتون رئيس د شپې پوهنځيو پروګرام مسؤلينو سره غونډه وکړه

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۸:۵۳
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د محصلانو چارو مرستيال او د شپې برنامو آمر پوهندوى سيد اکرم هاشمي په ملتیا د دې پوهنتون د شپې پوهنځيو پروګرام مسؤلينو سره غونډه وکړه.

د غونډې پر مهال د شپې پروګرام مسؤلينو د خپلو فعاليتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل.

د ننګرهار پوهنتون رئيس د شپې پوهنځيو پروګرام د کيفيت ښه والي په موخه مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون نورو پوهنځیو ته د یاد پروګرام د غځولو او همدارنګه د شپې پوهنځیو د فیسونو د پنځوس سلنه تخفیف په اړه هم مسؤلینو ته معلومات ورکړل، چې په وینا یې، د شپې پوهنځیو د پراختیا او د محصلینو لپاره ښه زیری دی.

د يادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې، شرعياتو، ژبو او ادبياتو، حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځيو کې د شپې پوهنځيو پروګرام لري، چې دم ګړۍ پکې نږدې دوه زره تنه محصلان په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu