د ولسمشر لومړي مرستیال او د مشرانو جرګې رئیس د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته د بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستلو له امله مبارکي وویله

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۰:۲
IMAGE

د ولسمشر لومړي مرستیال او د مشرانو جرګې رئیس د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته د بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستلو له امله مبارکي وویله د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د ننګرهار پوهنتون له خوا د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې په درېیم پړاو کې د هېواد په کچه په لوړو نمرو د علمي او اکاډمیک اعتبار اخیستلو هرکلی کړی او دا یې د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او ټولو منسوبینو د هلو ځلو پایله بللې ده. په هغه غږیز پیغام کې، چې د پوهنتون له ادارې سره شریک شوی، ښاغلي مسلمیار ننګرهار پوهنتون په علمي او تاریخي لحاظ ستر پوهنیز مرکز یاد کړی او د پوهنتون رهبرۍ او استادانو ته د مبارکۍ تر څنګ یې د لا زیاتو پرمختګونو هیله څرګنده کړې ده. همدا راز د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر له خوا په رالېږلي پیغام کې د ننګرهار پوهنتون له خوا د بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستل ددې پوهنتون لپاره ستره علمي لاسته راوړنه بلل شوې ده. په پیغام کې راغلي، چې پوهنتونونه د ټولنې د ارتقا او پرمختګ مرکزونه دي او معیاري کېدا ته یې باید ځانګړې پاملرنه وشي. د ننګرهار پوهنتون اداره د دواړو ښاغلو د پیغامونو او نېکو څرګندونو مننه کوي او خپلو مشرانو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په پوره اخلاص او ژمنتیا سره به د علمي کادرونو په روزنه او د پوهنتون د برم او عزت ساتلو په برخه کې خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu