د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۱۶
image

 

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړي مجلس کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستيال حميدالله احمدزي د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي، اداري، ترفیعاتو، تقرر، رتبې تثبیت، د محصلینو د عرایضو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون د تقرر او علمي ترفیعاتو ۵ او د رتبې تثبیت ۲ کیسونه، د محصلانو چارو مرستیال له خوا د ځینو پوهنځیو د درسي بهیر ارزونې راپور وړاندې کول، د کمپیوټر ساینس، ژورنالېزم او عامه اړیکو او د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو د علمي شوراګانو د رامنځته کېدلو تائید، د لغمان پوهنتون په یو شمېر پوهنځیو کې د نویو دیپارتمنتونو ایجاد، د محصلینو عرض پاڼې او يو شمېر نورو متفرقه مسايل هغه موضوعات وو، چې د غونډې پر مهال یې په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu