د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین کورسونو ثبتولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۲:۳۳
انځور

د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برښنایي زده کړو کمېټې او مسلکي زده کړو پرمختیا مرکز په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو ۶۰ تنو استادانو ته د پوهنتون په تحقیقاتي مرکز کې د انلاین کورسونو د ثبت دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د مسؤلینو په وینا د دې ورکشاپ پر مهال ګډونوالو ته د انلاین کورسونو د ثبت، برښنایي تدریسي فعالیتونو تنظیم، انلاین زده کړو کې محصلینو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او په اغېزناکه توګه د مربوطه وسایلو کارونې په هکله نظري او عملي معلومات وړاندې کېږي.

د ننګرهار پوهنتون د برښنایي زده کړو کمېټې مسؤل پوهنیار حبیب الرحمن حکیمي په ښه راغلاست وینا کې د انلاین زده کړو او کورسونو ثبتولو په اهمیت خبرې وکړې او ګډونوالو سره یې د ورکشاپ د محتوا په اړه معلومات شریک کړل.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام په خپلو خبرو کې له نوې ټکنالوژۍ سره د تدریسي بهیر او علمي فعالیتونو عیارول د معاصرو لوړو زده‌کړو له مهمو اړتیاوو څخه وبللې او ویې ویل، چې د علم انتقال باید یوازې تر ټولګي محدود نه شي، بلکې د مختلفو برښنايي وسایلو او ډیجیټلي لارو څخه په ګټه اخیستنې محصلینو او ځوانانو ته ورسول شي.

نوموړي استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د انلاین کورسونو د ثبت په برخه کې ټاکلي معیارونه په پام کې ونیسي، خپله پوهه او تجربې په منظم ډول مستندې کړي او د علمي میراث په توګه یې د علم لارویانو او راتلونکو نسلونو ته پرېږدي.

د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنوال دوکتور احمد فرید روان او د ساینس پوهنځي استاد پوهنمل عارف الله ضیاء د دې ورکشاپ روزونکي دي، چې په ټاکلو دوو ورځو کې به د ورکشاپ موضوعاتو او معلومات استادانو ته ارایه او عملي تمرینونه ترسره کړي.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس له پوهنتون څخه بهر اوسېدونکو محصلینو سره غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون دعوت او ارشاد، محصلانو خدمتونو انسجام او نشراتو مسؤلینو په ملتیا تېر ماخوستن له پوهنتون څخه بهردرونټه کې  اوسېدونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین کورسونو ثبتولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برښنایي زده کړو کمېټې او مسلکي زده کړو پرمختیا مرکز په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو ۶۰ تنو استادانو ته د پوهنتون په تحقیقاتي مرکز کې د انلاین. . .

BACK TO NEWS

User account menu