دملي اقتصاد څانګې پېژندنه
د اقتصاد پوهنځي له لمړنیو تاسیس شویو څانګو څخه یوه یی د ملي اقتصاد پلان جوړونې څانګه وه . چې اوس د ملي اقتصاد په نوم یادیږي د ملي اقتصاد څانګه په ۱۳۶۹ لمریز لېږدیز کال کې تأسیس شوې ده، د ملي اقتصاد د پلان جوړونې څانګې لومړنۍ دوره محصلین په ۱۳۷۲ هـ ش کال کې څوارلس تنه فارغ شو چې په هیواد کې د اقتصاد د عمومي ساحو لپاره کدرونه روزي، دا څانګه د اړتیا پر بنسټ د لوړو زده کړو د وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام له تائید وروسته رامنځته شوه، دې څانګې په برییالیتوب سره تر اوسه پورې په زرګونو فارغان ټولنې ته وړاندی کړي او استادانو یې تحسین نامې او تقدیر نامی هم ترلاسه کړې دي او د ځان ارزونې په دوه پړاوونو کې یې غوره پایلې درلودې، د شرایطو او وخت د بدلونو سره سم د څانګې لخوا په درسي نصاب کتنه کیږي او اړین مضامین په نصاب کې داخل او ځينې چې د وخت د شرایطو او تقاضا سره اړخ نه لګوي حذف کیږي. د ملي اقتصاد څانګې په ۱۳۹۷ لمریز لېږدیز کال کې د درسي نصاب نوې طرح جوړه کړه، چې د ۱۳۹۸ لمریز لېږدیزکال د لوړو زده کړو وزارت لخوا جوړې شوې برنامه کې د درسي نصاب په نوې طرحې جوړولو کې تري ګټه واخیستل شوه.