د کرنی پوهنځي ( ۱۴۰۱- ۱۴۰۵) ل. ستراتېژيک پلان لنډیز

ستراتیژیک پلان د یوې ادارې او سازمان په موخو، ماموریت او د هغوی د ترلاسه کولو او ورته د رسېدو پورې تړاو لري. یا هم ستراتیژیک پلان هغه سند دی چې د یوې ادارې یا سازمان موخې، سیاستونه او پالیسۍ او سره تړلي عملیاتي کړنې په یوې کُلي چوکاټ کې سره یو ځای کوي او په دې ډول واحد ترکیب ورکوي. ستراتیژیکه پلان جوړونه یوه ټولیزه او عملي برنامه ده چې د یوې ادارې او سازمان لوری مشخص کوي او اوږد مهالو موخو ته د رسېدو په برخه کې د منابعو د تدارک لارښوونې په لاس کي ورکوي.

کرنی پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په تشکيلاتي چوکاټ کې  يو پوهنځی دی چې په ۱۳۵۷ کال کې تأسيس شوی. په لومړيو کې د اړونده پوهنځي په چوکاټ کي  درې ديپارتمنتونه (اګرانومي، حېواني علوم او کرنيز اقتصاد او توسعه) ایجاد شوي دي، خواوسمهال د شپږ ديپارتمنتونو لرونکی دی چې د پخواني دريو ديپارتمنتونوترڅنګ د هارتيکلچر، د نباتاتو ساتنې او کرنيز تجارت يا کر نیزي سودا ګری مدیریت هم تأسيس شوي. د کرنې پوهنځي تر دې دمه په (۳۸)  دورو کې (۳۵۱۴) تنه فارغان د ليسانس په کچه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي او اوس مهال ۸۳۸ تنه زده کړيالان په زده کړو بوخت دي چې د تدريس چارې ېې د ۳۹ تنه مجربو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې کرنې پوهنځی خپل لید لوري او اهدافو ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي. د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنځي ادارې له خوا د ستراتیژیک پراختیايي پلان جوړولو کمېټه ټاکل شوی، چې غړي  یی د ټولو اړوندو څانګو څخه تعین شوي دي. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنځي علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې اوعلمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. 

د کرنی پوهنځي لرلید

د کرنې او مالداری په سکتور کې د علمي کادرونو د روزنې له لارې د نوموړي سکتور د عصري کولو پراختیا او پرمختيا پر بنسټ مثبت بدلون رامنځته کول ترڅود خلکو په خوړایز خوندیتوب،  ټولنيز او اقتصادي ژوندانه کې ښه والی را منځته شي.

د کرنی پوهنځي رسالت تعینول

د کرنې او مالداری په سکتور کې د علمي کادرونو د علمي کادرونو د روزنی، څېړنو، علمي ليکنو او مناسبی تکنالوژی د استعمال له لاري د نباتي او حیواني تولیداتو د کچي او ارزښت لوړول، بازار موندنه او همدارنګه  د طبيعي تعادل  او پايښت را منځته کول دي.

 ارزښتونه

۱. ټولنې ته د لوړ او وړ کېفيت لرونکو بشري ظرفيتونو وړاندې کول.

۲. په کرنه کي د پرمختګونو رامنځته کول.

۳. د نویو تکنالوژیو تطبیق.

۴. د تدريس، څېړنې اوعملي کارپه بهير کې د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو، مقررو او لوايحو تطبيقول.

۵. د کار او مارکيټ په نظر کې نيولو سره د بشري ظرفيتونو روزل.

د کرنی پوهنځي موخې

د کرنې پوهنځي اداره د ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیرچټکتیا او ښه والی دی ترڅو په ټولنه کې د شته ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلوارزښتونو، لید لوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:

 .1د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابرچاپيريال رامنځته کول.

 .2د کرني سکتور په بیلا بیلو برخو کي د ستونزو د حل په موخه د تحقیقاتو ترسره کول.

.3 د لوړو زده کړو په برخه کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول.

.4د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول.

.5د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسب حل لاری پیدا کول.

.6د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ننګرهار پوهنتون او کرنې پوهنځي څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول.

.7د وخت او اړتیاووله غوښتنو سره سم په بېلابېلو برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل.

.8د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، عدالت تامین، اقتصادي ودې او امنیت تامینولو ته زمینه برابرول.

.9په دوامداره توګه د وخت د شرایطو او بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره معیاري زده کړې وړاندې کول

.10د فوق لسانس پروګرامونو پېل او پراختيا

 .11د فوق لسانس پروګرامونو پېل کولو او زیاتولو په موخه د علمي کادر غړیو لپاره د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول.

د کرنی  پوهنځی خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره لاندې فعالیتونه ترسره کوي:

.1د نویو علمي پروګرامونو ایجاد او د تشکیل زیاتوالی.

.2د دفتري چارو او اداري سیستم نوی کول.

.3د معلوماتو او ارقامو د خوندي پاتي کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول.

.4د شته اداري او خدماتي کارکوونکو زیاتول.

.5ټولني ته د موثرو کرنیزو چارو وړاندي کول.

.6د کرنیزو پروګرامونو د تطبیق له امله په کرنیزو چارو کي مثبتو پرمختګونو رامنځته کول.

لنډ مهال موخې

کرنی پوهنځي له ستراتېژيک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهير چټکتيا او ښه والی دی، چې په ټولنه کې د شته ناورينونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. کرنی پوهنځی د ټاکلي ماموريت او معيارونو په پام کې نيولو سره داسې وړ، مسلکي او معياري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت کولو جوګه شي، چې ځينې يې په لاندې توګه بیانوو:

  1. د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر چاپيريال رامنځته کول.
  2. د کرني سکتور په بیلا بیلو برخو کي د ستونزو د حل په موخه د تحقیقاتو ترسره کول.
  3.  د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول.
  4. د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول.
  5. د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لپارې پیدا کول
  6. د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ننګرهار پوهنتون او کرنې پوهنځي څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول.
  7. د وخت او اړتیاوو له غوښتنو سره سم په بېلابېلو برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل.
  8. د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، عدالت تامین، اقتصادي ودې او امنیت تامینولو ته زمینه برابرول.
  9. په دوامداره توګه د وخت د شرایطو او بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره معیاري زده کړې وړاندې کول.

 .10د فوق لسانس پروګرامونو پېل او پراختيا.

.11 د فوق لسانس پروګرامونو د پېل کولو او زیاتولو په موخه د علمي کادر غړیو لپاره د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول.

پایله

دغه ستراتېژیک پلان چې له (۱۴۰۱- ۱۴۰۵) ل /  (۱۴۴۳- ۱۴۴۷ ) هـ. ق کال پورې چمتو شوی دی، د کرنی پوهنځی هڅه کوي چې په کې ځای شوي مواد په خپلې ټاکلې نېټه عملي کړي. د پوهنځي اداره به کوښښ وکړي چې د ننګرهار پوهنتون اداره دیته وهڅوي چې د پوهنځي فزیکي رغونې او معنوي پیاوړتیا لپاره شونتیاوې برابرې کړي. ددې کار د ترسره کېدو لپاره د ځوانانو استادانو کوښښونه د پوهنځي ادارې ته د خوښۍ زېری وربخښي.

د کرنی پوهنځی د لوړو زده کړو د زانګو په توګه په ګړندي ډول د پرمختګ په حال کې دی او هڅه کوي څو د پوهنځي لپاره ټاکل شوی لرلید او لوړو هیلو ته ورسیږي اوخپله دنده په پوره بریا سره سرته ورسوي. دا پوهنځی هوډمن دی چې پرته له کوم مذهبي، ژبني، قومي، سمتي او ملیتي توپیر هیوادوالو ته د پوهې خدمتونه ترسره کړي. پوهنځي پتیلې ده چې په علمي ګاڼه سمبال ځوان کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

 د ستراتیژیک پلان پیاده کول په ګډه دپوهنتون ادارې، پوهنځي ریاست،استادانو، محصلینو، کارمندانو، ګټه اخستونکو، نړیوالو ادارو، افرادو او ټولنې هڅو ته اړتیا لري. د پوهنځي رهبري وعده کوي چې د ستراتیژیک پلان په عملي کولو کې به د زړه له کومې ونډه اخلي او تر ډیره بریده باوري دي چې د پوهنځي موخه به لاس ته راوړي.

دا ستراتیژیک پلان به د نښه شويو پروګرامونو او عملي پلانونو په واسطه د پوهنځي په هره برخه کې ان شاالله پلی شي. هره څانګه او کمېټه به په خپله محدوده کې د کارونو د ترسره کولو لپاره ستراتیژیک او عملي پلانونه ولري.

د  پوهنځی اداره به کوښښ وکړي چې د لوړو زده کړو وزارت او نور مرستندویان وهڅوي چې د کرنی پوهنځی د فزیکي رغونې او معنوي پیاوړتیا لپاره امکانات چمتو کړي. د دې چارې د ترسره کېدو لپاره د کرنی پوهنځی د ځوانانو استادانو کوښښونه د  پوهنځی ادارې ته د خوښۍ زېری او هیله بخښوونکي دي.

User account menu