دنباتاتو ساتنې څانګې ليدلوری،ماموريت، موخې او ارزښتونه

لرلید (Vision)

له کمي اوکيفي  پلوه د کرنيزو محصولاتو د لوړولو له لارې په ټولنه کې دغذايي خونديتوب رامنځته کول او د کروندګرو د عوايدو لوړونه، تر څو د ملي اقتصاد د پياوړتيا لامل وګرځي.

ماموریت (Mission)

د نباتاتو ساتنې او د کرنیزو افتونو د تنظيم په برخه کې په تازه ټکنالوجۍ سنبالو متخصصو کادرونو د روزنې او معياري څېړنو له لارې د چاپيريال دوستانه لارو چارو په مرسته د افتونو د زيانونو کمول.

د نباتات ساتنی د  څانګی موخې:

د دې لپاره چې نباتاتو ساتنې څانګه خپل رسالت ترسره کړی نو لاندي موخو لپاره رامنځته شوې ده:

۱: تر څو نوی تخنیکونه کشف کړي او د نباتاتو ساتنې نوي اساسات په عملي ډول تشریح کړي او د نباتاتو تنظیم اصلاح کړي تر څو چې د افغانستان کرنه له ټولنیزه پلوه د ژوندانه او ودې وړتیا ولري، د کروندګرو لپاره ګټور او د نړۍ په مارکیټ کی سیالي کوونکي وي، په بل عبارت کرنیز نباتات او د نباتاتو تنظیم اصلاح کړی.

۲: د فقاریه افتونو د اساساتو کشف په اصولو برابرول  او عملي توګه د هغوی تشریح کول او همدارنګه د ناروغیو، حشرو، فقاریه افتونو او هرزه ګیاه د تنظیم ستراتیژۍ ته پرمختګ ورکول دي

۳: له کرنیز پلوه د ګټورو حشراتو او پتوجنونو معرفي کول او بیولوجیکی کنترول د لاملینو کتلوي تولید چې په کرنیزو نباتاتو کی د افت وژونکي استعمال ټیټ حد ته ورسوي او په دی توګه چاپیریال له  ابیاری ، خاوره او روغتیا د کیمیاوي موادو له خطر څخه وساتل شي،  په بل عبارت نوي ښکاریان او پرازیټونه د بایوکنترول د لاملونو په توګه کشف کړي.

۴: مهمې څیړنې په کار واچول شي تر څو چې د بایو کنترول نوی لاملونه کشف او نباتاتو د تنظیمولو د پوهې سرحدونو ته پراختیا ورکړل شي.

۵: د خوندي کرنیزو محصلاتو په منظور د ریسرچونو عملي کول  او د چاپیریال پوهنی په برخه کی د ریسرچ ترسره کول تر څو د کرنیزو ګټوروتوب اصلاح په داسی حال کی وشي ، چې چاپیریال باندی د بدو اغیزو اندازه په محلی اونړیواله کچه راکمه شي.

۶: په ډیپارټیمنټ کې الکترونیکي ډیجیټل موزیم ته پرمختګ ورکړل شي او له دی لاری محصلینو ته د معاصرو تکسانومیکي پرمختګونو سره بلد شي.

۷: تر لیسانس د لوړی سویې محصلینو لپاره د فقاریه افتونو د موزیم جوړول.

۸: د کرنیزو نباتاتو، میوو،سبو او هرزه ګیاه وو معرفي کول او په لابراتوار کې د محصلینو د تدریس لپاره د هغوي ساتل.

مرام :

۱: د ښوونې ،روزنې او ریسرچ پروګرام پرمختګ او منځته راوړل تر څو د نباتاتو ساتنې داسی کرنیزو سیستمونو ایجادولو او د هغوي منل کیدلو ته وده ورکړل شي چی ګټور، د چاپیریال له پلوه غوره او با ثباته وي د لیسانس په سویه شاګردانو د ښوونې او روزنې لپاره د داسی پروګرامونو پرمختګ او منځ ته راوړل چې هغوی په غوره توګه وروزي، مهارت یی لوړ کړي ایجادونکی شي او داسی ظرفیت ولري چې په ملی او نړیواله سطح لارښوونکی شي.

۲: د نباتي تولید داسی سیستمونو ته پراختبا ورکړي چې د افتونو او ناروغیو له مدیریت لپاره پکی  د چاپیریال د ککړتیا څخه مخنیوي په منظور په ګډه کار واخیستل شي.

۳: د ریسرچ نتایج په عملي توګه تشریح او اړونده کسانو ته یی ورسوي.

۴: د ریسرچ نتایج په عملی توګه ورسول شي، ټریننګونه او ورکشاپونه دایر شی بزګرانو ته ښوونیز او روزنیز پروګرامونه برابر شي او د کرنې سکتور اړوندو کسانو ته له علمي پلوه منل شویو اساساتو رسول پراختیا ومومي.

۵: داسی پروګرامونه ته پراختیا وړکړل شي تر څو د نباتاتو ساتنې اغیزی په کرنیزو لارو چارو، تولید او چاپیریال باندي څرګند شي.

User account menu