دالماني ژبې او ادب څانګې لرليد،ماموريت،موخې او ارزښتونه
ليدلوری (Vision)
د الماني ژبې او ادب څانګه هڅه کوي، د سیمي په کچه یو مخکښ، معیاري او نوښتګر او د الماني ژبې د نړیوالو ازموينو په معیار برابر علمي مرکز شي، چې د نړیوالو معیارونو مطابق ادیبان، ژبپوهان او ويیوپوهان وروزي.
ماموریت (Mission)
د الماني ژبې او ادب څانګه د اغېزناک او لوړ کیفیت تدریس، څېړنې او عملي روزنې له لارې مسلکي او د ژبو په برخه کې علمي کادرونه روزي، څو د ټولنې، علم او کلتوري اړیکو په پراختیا کې ګټور رول ولوبوي او د ټولنې په پرمختګ کې خپله برخه ولري.
اهداف (Objectives)
- د الماني ژبې په برخه کې مسلکي او ماهر کادرونه روزل.
- د ژبې څلور مهارتونه (اورېدل، ویل، لوستل، لیکل) په معیاري ډول پیاوړي کول.
- د الماني ادب او کلتور پېژندنه او وده ورکول.
- د تدریس او ژباړې په برخه کې عملي وړتیاوې لوړول.
- د علمي څېړنو او اکاډمیکو فعالیتونو هڅول.
- له نړیوالو علمي او تعلیمي بنسټونو سره همکاري پراخول.
- د ټولنې اړتیاوو ته په کتو د ژبې د زدهکړې پروګرامونه برابرول.