دعلمی او څېړنيزو آثارو اخلاقي تګلاره

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله رب العلمین ، والصلوة والسلام علی سید المرسلین وعلی آله واصحابه اجمعین

لومړی فصل :   عمومي احکام

سريزه

د علمي مقالو لیکلو لپاره پر نويو او ابتکاري موضوعاتو کافي پوهه لرل اړين دي. که يو څېړونکی وغواړي چې د بااعتباره علمي مجلې د منلو وړ مقاله وړاندې کړي، نو بايد پر بنسټيزو او ارزښتمنو څېړنو تکيه وکړي.

خو ځينې کسان د نورو د زحمتونو څخه پرته له اجازې او سمې ارجاع څخه استفاده کوي او د علمي غلا (Plagiarism) لاره خپلوي. علمي غلا هغه عمل ته ويل کېږي چې يو څوک د بل چا اندونه، افکار، نظريات يا ليکنې پرته له دې چې اصلي سرچينې ته (د ليکوال نوم، د مقالې نوم او د خپرېدو ځای) سمه ارجاع ورکړي، وکاروي. دا کار د فکري او معنوي ملکيت ښکاره سرغړونه ده.

ماده ۱: موخه

د دې لایحې موخه د علمي او څېړنيزو آثارو په لیکلو کې د اکاډمیک امانتدارۍ تضمین، د علمي او ادبي غلا مخنیوی، او د څېړنیزو معیارونو رعایت یقیني کول دي.

ماده ۲: ساحه

دا لایحه پر ټولو استادانو، محصلینو، څېړونکو او اداري کارکوونکو تطبیقېږي چې علمي، څېړنیز او ادبي آثار چمتو کوي.

دوهم فصل : د علمي او ادبي غلا تعریف

ماده ۳: د علمي غلا تعریف

علمي او ادبي غلا هغه عمل ته ویل کېږي چې یو شخص د بل چا اندونه، نظریات، معلومات، جملې یا بشپړ اثر پرته له سمې ارجاع او اجازې څخه د خپل اثر په توګه وکاروي.

سمه ارجاع باید د لیکوال نوم، د اثر عنوان، د خپرېدو ځای او کال په څرګندولو سره وشي.

درېیم فصلد علمي او ادبي غلا ډولونه

ماده ۴: بشپړه علمي غلا

کله چې یو شخص د بل چا بشپړ اثر یا څېړنه د خپل نوم لاندې خپره کړي.

ماده ۵: ناسم استناد

  • ناسمې یا غیرموجودې سرچینې کارول.
  • له ثانوي منبع څخه د معلوماتو اخیستل خو اصلي منبع نه ذکر کول.

ماده ۶: د معلوماتو جعل او تحریف

  • د غیرواقعي معلوماتو تولید (Fabrication).
  • د معلوماتو بدلون یا حذف د غلطې پایلې د رامنځته کولو لپاره (Falsification).

ماده ۷: مستقیمه غلا

د بل چا متن کټ مټ نقلول پرته له اقتباس نښو او ارجاع څخه.

ماده ۸: د خپل مخکیني کار بیا کارول (Self-Plagiarism)

د پخوانیو خپرو شويو آثارو بیا کارول پرته له دې چې یادونه ورته وشي، یا یوه مقاله په څو ځایونو کې د نوې مقالې په توګه وړاندې کول.

ماده ۹: د بیا لیکلو پر اساس غلا

د بل چا د متن د کلمو محدود بدلون او د خپل اثر په توګه وړاندې کول پرته له ارجاع څخه.

ماده ۱۰: ناسمه لیکوالي

  • د مستحق شخص نوم نه شاملول.
  • د غیرمستحق شخص نوم د لیکوال په توګه شاملول.

ماده ۱۲: غیرقصدي غلا

هغه غلا چې د غفلت یا ناپوهۍ له امله ترسره شي، خو بیا هم د مقرراتو له مخې سرغړونه بلل کېږي.

څلورم فصل

د ورته والي ارزونه

ماده ۱۳: د مقالې ارزونه

ټولې مقالې باید د ژورنال یا علمي مرکز ته تر سپارلو مخکې د ورته والي له پلوه وکتل شي.

ماده ۱۴: د ارزونې لارې

۱. د مسلکي کارپوهانو لخوا ارزونه
۲. د معتبرو سافټویرونو کارول

د ورته والي سلنه باید د اړوندې علمي ادارې د منل شويو معیارونو مطابق وي.

پنځم فصل   :  پایلې او تعزیري اقدامات

ماده ۱۵: اداري اقدامات

که د علمي غلا ثبوت ترلاسه شي، لاندې اقدامات ترسره کېدای شي:
۱. د مقالې رد کېدل
۲. د علمي اعتبار لغوه کېدل
۳. د تحصیلي یا دندې موقف اغېزمن کېدل
۴. د انضباطي کمیټې ته معرفي کول

شپږم فصلد علمي لیکنې اصول

ماده ۱۶: اساسي اصول

۱. د امانت اصل رعایت
۲. بې پرېتوب
۳. د اکاډمیکو او اسلامي اخلاقي معیارونو مراعت
۴. د حواله ورکولو معیاري طریقه
۵. د اقتباسونو سمه کارونه
۶. صداقت او شفافیت
۷. کاپي ـ پسټ نه کول
۸. د ژباړې لپاره د لیکوال اجازه
۹. د رسمي معلوماتو د کارونې لپاره اجازه لیک
۱۰. د Paraphrase اصولو مراعت

۱۷ ماده

د طرزالعمل قانوني حیثیت

دا طرزالعمل په ۶ فصلونو او ۱ ۷ مادو کې ترتیب شوی او د تصویت څخه وروسته د تطبیق وړ دی.

User account menu