دطب پوهنځي ستراتيژيک پلان


۱. سریزه

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی د هېواد په ختیځه برخه کې یو له مهمو علمي او روغتیايي بنسټونو څخه دی چې په ۱۳۴۲ هـ ش کال کې د ټولنې د اړتیاوو له مخې رامنځته شوی دی. دغه پوهنځي تر اوسه پورې د هېواد روغتیايي سکتور ته ګڼ شمېر مسلکي او علمي کادرونه وړاندې کړي او د طب په برخه کې یې مهم علمي، اکاډمیک، څېړنیز او روغتیايي خدمتونه ترسره کړي دي.

د نړۍ د چټکو بدلونونو، د طبي علومو د پرمختګ، د روغتیايي خدمتونو د زیاتېدونکو اړتیاوو او د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو له امله د طب پوهنځي لپاره د ۱۴۰۱–۱۴۰۵ هـ ش کلونو ستراتېژیک پلان جوړ شوی دی. د دې پلان اساسي موخه دا ده چې د پوهنځي علمي، څېړنیز، تدریسي، اداري او روغتیايي فعالیتونه منظم او معیاري شي او د هېواد او سیمې د اړتیاوو مطابق وړ او مسلکي طبي کادرونه وروزي.

په دې ستراتېژیک پلان کې د تېر پلان لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې، د پوهنځي داخلي او بهرني وضعیت، موجودې ستونزې، فرصتونه، پیاوړتیاوې او کمزورتیاوې ارزول شوي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ورته مشخصې موخې او کړنلارې ټاکل شوې دي.

۲. د طب پوهنځي لیدلورې

د طب پوهنځي لیدلوری دا دی چې د نړیوالو او سیمه‌ییزو معیارونو په پام کې نیولو سره د مسلکي کادرونو په روزنه، علمي څېړنو، لیکنو او روغتیايي خدمتونو کې د علم او ټکنالوژۍ له پرمختګ څخه اغېزمنه ګټه واخلي او د ټولنې د دوامدار ټولنیز، اقتصادي او روغتیايي پرمختګ او هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.

۳. د طب پوهنځي ماموریت

د طب پوهنځي اساسي ماموریت د هېواد او سیمې لپاره د وړ، مسلکي، باکیفیته او ژمنو طبي کادرونو روزنه ده. پوهنځی هڅه کوي چې محصلین په علمي پوهه، مسلکي مهارتونو، طبي اخلاقو او عملي وړتیاوو سمبال کړي، ترڅو په راتلونکي کې د هېواد د روغتیايي ستونزو د حل لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

د ماموریت مهمې برخې عبارت دي له:

  • د ټولنې او بازار د اړتیاوو مطابق د مسلکي طبي کادرونو روزنه.
  • د علمي او څېړنیزو فعالیتونو پراختیا او د روغتیايي ستونزو لپاره د شواهدو پر بنسټ د حل لارو موندل.
  • د سیمې د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول.
  • د پوهنځي د علمي فعالیتونو د نړیوال کولو لپاره د وېب‌پاڼې او نړیوال ژورنال رامنځته کول.
  • د فوق‌لیسانس، ماسټرۍ او په راتلونکي کې د PhD پروګرامونو د رامنځته کولو لپاره زمینه برابرول.

۴. د طب پوهنځي اساسي ارزښتونه

طب پوهنځی د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره یو شمېر مهمو ارزښتونو ته ژمن دی، چې مهم یې عبارت دي له:

 

 

  • اسلامي، ملي او طبي اخلاقو ته ژمنتیا.
  • مسلکي اصولو ته درناوی.
  • نوښت او د نویو علمي لارو چارو پلي کول.
  • ښه حکومتولي او اغېزمنه رهبري.
  • شفافیت او حساب ورکونه.
  • عدالت او برابرۍ ته پاملرنه.
  • د چاپېریال ساتنه.
  • ګډ کار او نړیوالو علمي اړیکو ته پراختیا ورکول.
  • په شواهدو او علمي معلوماتو تکیه.
  • له موجودو امکاناتو او فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه.

۵. د ستراتېژیک پلان مهمې موخې

د طب پوهنځي ستراتېژیک پلان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره څو مهمې ستراتېژیکې موخې ټاکلې دي. د دغو موخو اساسي هدف د علمي کیفیت لوړول، د څېړنو پراختیا، د روغتیايي خدمتونو ښه کول، د پوهنځي د اداري او علمي ظرفیت لوړول او د نړیوالو معیارونو ترلاسه کول دي.

لومړۍ موخه: د څېړنې، علم تولید، نوښت او نړیوالو فعالیتونو پراختیا

څېړنه د طب پوهنځي د ستراتېژیک پلان له مهمو برخو څخه ده. پوهنځی هڅه کوي چې د څانګو په کچه د څېړنو لپاره اغېزمن میکانیزم رامنځته کړي او استادان او محصلین څېړنې ته وهڅوي.

په دې برخه کې د څېړنیزو پروژو لپاره د بودیجې او امکاناتو برابرول، له ملي او نړیوالو پوهنتونونو او روغتیايي ادارو سره د اړیکو پراختیا، د لابراتوارونو تجهیز، د څېړنو د پایلو خپرول او د څېړونکو روزنه مهمې کړنې دي.

همدارنګه هڅه کېږي چې استادان د څېړنیزو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول شي، په نړیوالو علمي مجلو کې د هغوی مقالې خپرې شي او ګډې څېړنې ترسره شي.

دویمه موخه: ښه حکومتولي، اداري اصلاحات او د فساد مخنیوی

د پوهنځي د ښه مدیریت لپاره د روڼتیا، حساب ورکونې، قانون پلي کولو او اغېزمنې رهبرۍ اصل ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د اداري چارو د چټکتیا لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول، د غیرضروري اداري پړاوونو کمول، د اداري سیستم کمپیوټري کول، د صلاحیتونو مناسب وېش، د چارو دوامداره څارنه او ارزونه او د فساد د مخنیوي لپاره د قوانینو او مقرراتو پلي کول د دې برخې مهمې کړنې دي.

پوهنځی همدارنګه غواړي د اداري او علمي کارکوونکو د رهبرۍ وړتیاوې د روزنیزو پروګرامونو، ورکشاپونو او ټرېنینګونو له لارې لوړې کړي.

 

درېیمه موخه: د نصاب بیاکتنه او پراختیا

د طبي علومو د چټک پرمختګ له امله اړینه ده چې تدریسي نصاب په دوامداره توګه وکتل شي او د وخت، ټولنې او بازار له اړتیاوو سره برابر شي.

په دې برخه کې د نصاب کمېټې پیاوړتیا، د استادانو لپاره د نصاب د اصلاح په اړه روزنې، له مسلکي کسانو او کارګمارونکو سره مشورې، له نړیوالو پوهنتونونو سره علمي همکاري، د نویو درسي کتابونو ترلاسه کول او د تدریسي موادو کیفیت ته پاملرنه مهمې کړنې دي.

هدف دا دی چې محصلینو ته داسې علمي او عملي زده کړې وړاندې شي چې له فراغت وروسته وکولای شي د ټولنې روغتیايي اړتیاوو ته مناسب ځواب ووایي.

څلورمه موخه: د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونه

د طب پوهنځي لپاره د کیفیت لوړول او د ملي او نړیوالو معیارونو ترلاسه کول له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

پوهنځی غواړي د کیفیت تضمین لپاره مسلکي کاري ټیمونه پیاوړي کړي، د تدریس او عملي زده کړو کیفیت لوړ کړي، د محصلینو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د کیفیت د معیارونو په اړه عامه پوهاوی رامنځته کړي او له نورو علمي بنسټونو سره د تجربو تبادله وکړي.

همدارنګه د څارنې او ارزونې لپاره مشخص شاخصونه ټاکل کېږي ترڅو په منظم ډول معلومه شي چې پوهنځی خپلو ټاکلو موخو ته څومره نږدې شوی دی.

پنځمه موخه: د برېښنايي زده کړو او معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا

د معاصرې زده کړې لپاره معلوماتي ټکنالوژي مهمه وسیله ده. له همدې امله پوهنځی غواړي د برېښنايي زده کړو سیستم پیاوړی کړي او استادانو او محصلینو ته د آنلاین زده کړو زمینه برابره کړي.

په دې برخه کې د برېښنايي زده کړو کمېټې پیاوړتیا، د استادانو روزنه، په ټولو څانګو کې د برېښنايي زده کړو عامول، د اړوندې پالیسۍ جوړول او د محصلینو پوهاوی مهم اقدامات دي.

همدارنګه د انټرنېټ، وای‌فای، کمپیوټري سیستمونو، معلوماتي امنیت او د اداري دفترونو د ډیجیټل کولو پراختیا د پلان مهمه برخه ده.

شپږمه موخه: د زیربناوو پراختیا او معیاري کول

د طبي زده کړو د کیفیت لپاره مناسبې فزیکي او عملي اسانتیاوې اړینې دي. له همدې امله پوهنځی غواړي خپل لابراتوارونه، درسي خونې، کتابتونونه، روغتیايي مرکزونه او نورې زیربناوې پراخې او معیاري کړي.

په پلان کې د لابراتوارونو تجهیز او پراختیا، د کتابتون ډیجیټل کول، د تدریسي او اداري ودانیو رغونه، د محصلینو د لیلیو رغونه، د لوبغالو او غونډو تالارونو جوړول، د موټرو تمځایونو پراختیا او د امنیتي وسایلو نصب شامل دي.

د طب پوهنځي د غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه کول هم د زیربناوو له مهمو اهدافو څخه ګڼل شوی دی.

 

 

اوومه موخه: د علمي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړول

د پوهنځي د پرمختګ لپاره وړ او مسلکي استادان مهم رول لري. له همدې امله د استادانو د علمي کچې لوړول، د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو ته د هغوی استول او د مسلکي کادرونو جذب د پلان له مهمو برخو څخه دي،

همدارنګه د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د تدریسي مهارتونو، څېړنې، نوې ټکنالوژۍ، مدیریت او رهبرۍ په برخو کې ورکشاپونه او روزنیز پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

پوهنځی هڅه کوي چې د وړ او تجربه لرونکو استادانو ظرفیت وساتي او له علمي وړتیاوو څخه یې په اغېزمن ډول استفاده وکړي.

اتمه موخه: د حقوقي او تخنیکي اسنادو پیاوړتیا

طب پوهنځی د ننګرهار پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او تقنیني اسنادو د پلي کولو ژمنه کوي. پوهنځی هڅه کوي چې د اړتیا په وخت کې په حقوقي، مسلکي او علمي برخو کې لازمې همکارۍ ترسره کړي.

نهمه موخه: له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د اړیکو پراختیا

علمي اړیکې او توامیتونه د تجربو د شریکولو، د استادانو د ظرفیت لوړولو، د ګډو څېړنو او د مالي او تخنیکي مرستو د ترلاسه کولو لپاره ډېر مهم دي.

طب پوهنځی غواړي له ملي او نړیوالو پوهنتونونو، روغتیايي ادارو، علمي سازمانونو او نورو اړوندو بنسټونو سره اړیکې پراخې کړي او د ننګرهار پوهنتون په همغږۍ علمي تفاهم‌لیکونه او توامیتونه رامنځته کړي.

لسمه موخه: لوړو زده کړو ته عادلانه لاسرسی او د محصلینو د خدماتو پیاوړتیا

د پلان یوه مهمه برخه دا ده چې محصلینو ته د زده کړې عادلانه او شفاف فرصتونه برابر شي. د کانکور له لارې راغلو محصلینو ته د شفافې پروسې له مخې د زده کړې زمینه برابرول او د وړتیا او ظرفیت پر اساس د علمي پروګرامونو انتخاب مهم اصل ګڼل شوی دی.

همدارنګه محصلینو ته علمي سفرونه، سپورتي اسانتیاوې، کتابتون، لابراتوارونه، ټرانسپورټ، انټرنشیپ، سمینارونه، علمي پروګرامونه او د ټولنیزو خدمتونو د ترسره کولو فرصتونه برابرول د محصلینو د خدماتو له مهمو برخو څخه دي.

۶. فوق‌لیسانس او نوي علمي پروګرامونه

طب پوهنځی غواړي په راتلونکو کلونو کې د موجودو علمي پروګرامونو د پراختیا ترڅنګ نوي فوق‌لیسانس پروګرامونه هم رامنځته کړي. د عامې روغتیا په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام او د حاروي طب په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام د پلان له مهمو مواردو څخه دي.

همدارنګه د نرسنګ، ستوماتولوژي او فارمسي په برخو کې د نویو پوهنځیو د رامنځته کولو طرحې هم یادې شوې دي.

۷. مالي او اداري خپلواکي او د عوایدو زیاتول

د ستراتېژیک پلان یوه مهمه برخه د پوهنځي د عوایدو د سرچینو پراخول دي. د دې لپاره د فوق‌لیسانس پروګرامونو، کلینیکي او پاراکلینیکي خدماتو، لابراتوارونو، لنډمهالو مسلکي کورسونو، ګډو څېړنو او د بهرنیو مرستو د جلبولو له لارې د عوایدو د ترلاسه کولو لارې په پام کې نیول شوې دي،

همدارنګه د مطبعې جوړول، د کافېټیریاو رامنځته کول، د کتابونو او علمي اثارو چاپ او د تدریسي روغتون د معیاري روغتیايي خدماتو پراختیا د عوایدو د زیاتولو له نورو مهمو لارو څخه دي.

۸. د چاپېریالي عواملو تحلیل او SWOT

په ستراتېژیک پلان کې د پوهنځي داخلي او بهرني چاپېریال هم تحلیل شوی دی. د SWOT تحلیل له لارې د پوهنځي پیاوړتیاوې، کمزورتیاوې، فرصتونه او ګواښونه مشخص شوي دي.

د پوهنځي له مهمو پیاوړتیاوو څخه د تجربه لرونکو او مسلکي استادانو شتون، د طب پوهنځي اوږد علمي سابقه، د محصلینو مناسب شمېر، څېړنیزې کمېټې، موجود لابراتوارونه او د ټولنې په کچه د پوهنځي ښه علمي اعتبار یادېدای شي.

له مهمو کمزورتیاوو څخه د مالي سرچینو محدودیت، د عصري وسایلو او زیربناوو اړتیا، د لابراتوارونو د لا زیات تجهیز اړتیا او د نړیوالو علمي اړیکو محدودیتونه دي.

له فرصتونو څخه د نړیوالو پوهنتونونو او روغتیايي سازمانونو سره د همکاریو امکان، د ګډو څېړنو ترسره کول، د بهرنیو مرستو جذب، د نوي علمي پروګرامونو رامنځته کول او د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا دي.

له احتمالي ګواښونو څخه اقتصادي ستونزې، د مالي سرچینو کمښت، د عصري ټکنالوژۍ چټک بدلون او د نړیوالو علمي اړیکو محدودیتونه یاد شوي دي.

۹. پایله

په ټوله کې، د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي د ۱۴۰۱–۱۴۰۵ هـ ش ستراتېژیک پلان د پوهنځي د علمي، څېړنیز، تدریسي، روغتیايي، اداري او زیربنايي پرمختګ لپاره یو جامع پلان دی. د دې پلان اساسي تمرکز د طبي زده کړو د کیفیت لوړول، د مسلکي او وړ کادرونو روزل، د څېړنو پراختیا، د کیفیت تضمین او اعتبار ترلاسه کول، د برېښنايي زده کړو پیاوړتیا، د لابراتوارونو او زیربناوو معیاري کول، د استادانو ظرفیت لوړول او له ملي او نړیوالو علمي بنسټونو سره د اړیکو پراخول دي.

د پلان په عملي کېدو سره تمه کېږي چې طب پوهنځی به په علمي او څېړنیزو برخو کې لا پیاوړی شي، محصلینو او استادانو ته به غوره اسانتیاوې برابرې شي، روغتیايي خدمتونه به ښه شي او پوهنځی به په ملي او سیمه‌ییزه کچه خپل علمي اعتبار او مقام نور هم لوړ کړي. د دې موخو د تحقق لپاره د پوهنځي د رهبرۍ، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډه همکاري، د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ملاتړ، مناسبې مالي سرچینې او دوامداره څارنه او ارزونه اساسي اهمیت لري.

 

User account menu