د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامو څخه ۵۵ تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.
د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له تفسیر او حدیث او فقهې او قانون څانګو ماسترۍ برنامو څخه په یوولسمه او دولسمه دوره کې ۵۵ تنه علماء کرام او مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون په جامع مسجد کې فراغت غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس او مرستیالانو، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس، شرعیاتو پوهنځي مسؤلینو او استادانو، امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې رئیس، علماء کرامو، فارغانو او د هغوی د کورنیو غړو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعامالله مدني په خپله وینا کې فارغانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې په هېواد کې د اسلامي نظام له حاکمېدو وروسته د لوړو زدهکړو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، چې له امله یې په پوهنتونونو کې د دیني او عصري څانګو د ماسټرۍ او دوکتورا ګڼې برنامې ایجاد شوي او د دغو برنامو پراختیا دا څرګندوي چې نظام د مسلکي او علمي کادرونو روزنې او پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري.
نوموړي له ماسترۍ فارغو علماء کرامو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل علم او تخصص د ملک خدمت او اسلامي ټولنې د هوساینې لپاره وکاروي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس مولوي فضل کریم صدیقي او د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي سراج الدین عمر منصور د غونډې نور ویناوال وو، چې د علم پر ارزښت یې خبرې وکړې او ویې ویل، د علم او علماوو مقام په اسلام کې ډېر لوړ دی او د دیني علومو زده کړه یو ستر مسؤولیت دی، چې باید د دنیوي ګټو لپاره نه بلکې د الله تعالی د رضا لپاره ترسره شي، څو خلکو ته یې ګټه ورسیږي.
غونډه فارغانو ته د سندونو په ورکړې او دعا سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
