د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس د ختیځ زون د امارتي پوهنتونونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۲۷
انځور

ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس مولوي فضل کریم صدیقي د ختیځ زون د امارتي پوهنتونونو د محصلانو چارو له مرستیالانو، د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمرینو، د دعوت او ارشاد له آمرینو او مبلغینو سره د همغږۍ او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه وکړه.
د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې د دواړو ریاستونو او شعباتو ترمنځ همغږي، همکاري او د تجربو شریکول د محصلینو او استادانو ستونزو په حل، فکري روزنه او پوهنتون کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو په ساتلو کې اساسي رول لري.
نوموړي د کارونو ښه والي، تعقیب او همغږۍ په موخه دغه ډول غونډې جوړېدل  مهمې وبللې او مسؤلینو ته یې په کارونو کې د اخلاص تر څنګ په سمه توګه د مسؤلیت ترسره کولو سپارښتنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس مولوي فضل کریم صدیقي په خپلو خبرو کې د جوړې شوې جلسې د اهدافو په هکله معلومات وړاندې کړل او د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو همغږۍ ریاستونو د کارونو په اهمیت یې وینا وکړه.
نوموړي وویل، د غونډې پر مهال به مسؤلینو ته بېلابېلو برخو کې لارښوونې او سپارښتنې وشي  او هم به د هغوی وړاندیزونه واورېدل شي.
د اجنډا له مخې په دې غونډه کې د محصلانو خدمتونو او همغږۍ او دعوت او ارشاد امریتونو تر منځ ګډې همکارۍ، موجوده ستونزو حلولو، د چارو مؤثریت لپاره وزارت سره د وړاندیزونو شریکولو، د کارونو لا ښه تنظیم او دقت، د کاري لوایحو او وزارت له لوري لېږل شويو لارښودونو او هوکړه لیکونو ښه تطبیق، د محصلانو څخه اخیستل کېدونکو رقابتي سیالیو کې ټاکل شويو قواعدو مراعتولو او نوښتګرو محصلینو ته د امکاناتو او وسایلو برابرولو په هکله بحثونه او پرېکړې وشوې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu