علمي برنامې
د انجینري پوهنځي اکاډمیک پروګرامونه
د ننګرهار پوهنتون د انجینري پوهنځی د افغانستان د تخنیکي او زیربنایي پرمختګ لپاره مسلکي انجینران روزي. دا پوهنځی د بېلابېلو تخصصي څانګو له لارې د انجینري مسلک په برخه کې د لیسانس (Bachelor) په سویه پروګرامونه وړاندې کوي، چې موخه یې د هېواد د ساختماني، ښاري او چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د وړ مسلکي کادرونو روزنه ده.
اکاډمیک پروګرامونه
د انجینرۍ پوهنځي مهم تحصیلي پروګرامونه په لاندې ډول دي:
- سېول انجینري (Civil Engineering)
په دې پروګرام کې د ساختماني طرحې، سرکونو، پلونو، ترانسپورتي سیستمونو، جیوتخنیک، او د اوبو د سرچینو انجینري تدریس کېږي. محصلین د زیربنایي پروژو د طرحې، تحلیل او مدیریت مهارتونه زده کوي. - مهندسي انجنیري (Architectural Engineering)
دا پروګرام د ودانیو د طراحې، ښاري ډیزاین، ساختماني موادو او دوامدارې ودانیزې طرحې په اړه زده کړې برابروي. محصلین د معماري رسم، ډیزاین او ساختماني پلان جوړونې مهارتونه ترلاسه کوي. - د اوبو سرچینو او چاپېریالي انجینري (Water Resources and Environmental Engineering)
دا پروګرام د اوبو رسولو سیستمونه، اوبه خور، هایدرولوژي، چاپېریال ساتنه او د اوبو مدیریت تر بحث لاندې نیسي. موخه یې د اوبو او چاپېریال اړوند ستونزو لپاره د مسلکي انجینرانو روزنه ده.
د پروګرام جوړښت
- درجه: د انجینرۍ لیسانس (B.Eng.)
- د زده کړو موده: ۴ کاله (۸ سمسترونه)
- د نصاب مهمې برخې:
- پوهنتون شموله مضامین
- بنسټیز انجینري علوم
- تخصصي مضامین
- لابراتواري او عملي کارونه
- د وروستي کال پروژه یا مونوګراف