د ننګرهار پوهنتون محصلینو د (جامعة دارالعلوم الاسلامیه ننګرهار) دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۲۴
pic

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په هدایت او د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت مسؤلینو په هڅو د بېلابېلو پوهنځیو (۳۶) تنه محصلین په یو علمي سیر جامعه دارالعلوم الاسلامیه ننګرهار ته لاړل او هلته یې د یادې مدرسې له تدریسي بهیر، کتابتون او مختلفو څانګو څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون یادو محصلینو همدارنګه د مدرسې له مسؤلینو، استادانو او طلباوو سره وکتل، چې د هغوی له لوري ورته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شول.

په علمي سیر تللو محصلینو د یادې دینې مدرسې په لیدو خوښي څرګنده کړه او له خپلو مسؤلینو یې راتلونکي کې د ورته نورو لیدنو او علمي سفرونو غوښته وکړه.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu