د لوړو زده کړو وزارت مقام رهبري شورا د پرېکړو تطبیق په موخه غونډه وشوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۶:۹
Picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د دې پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، اداري او مالي چارو او څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو سره د لوړو زده کړو محترم وزارت رهبري شورا پرېکړې شریکې کړې او د تطبیق په برخه کې یې هغوی ته لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د رهبري شورا یاده غونډه، چې د ننګرهار پوهنتون له لوري په کندهار پوهنتون کې د دایر شوي اسلامي ثقافت کنفرانس په حاشیه کې د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، پر مهال یې د اسلامي امارت د مشرتابه فرامینو ته جدي پاملرنې، د بې ځایه لګښتونو مخنیوي، استادانو ته د ظرفیت لوړونې برنامو ایجاد، د امارتي پوهنتونونو د ماسټري او دوکتورا برنامو د ازموینو پر لارښود، د محصلینو عملي زده کړو او د یو شمېر نورور اړینو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او اړوندو برخو کې لازم تصامیم ونیول شول.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم ځدران او د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د وزارت مقام رهبري شورا د پرېکړو تطبیق په برخه کې به جدي اقدامات ترسره او راپور به یې ورسره شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره پای ته ورسېده.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د رمضان المبارک میاشتې په لړ کې د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو او د لابراتوارونو مسؤلینو ته د لابراتواري کړنو او اصولو پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د دې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت جوړ شوی و، چې موخه ترې د لابراتوار په برخه کې د مسلکي مهارتونو لوړول، ټاکلو اصولو زده کړه، علمي څېړنو لپاره د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د یو سيمینار پر مهال د اعتکاف، قدر شپې او سرسایې په هکله معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu