د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو د ننګرهار ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس سره غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۲
picture

د یادې غونډې پر مهال د کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې ماسترۍ برنامې محصلینو د څېړنیزو فعالیتونو مؤثریت، خپلمنځي همکاریو پراختیا او راتلونکي کې محصلینو ته د لازمو سهولتونو چمتو کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي د خپلو خبرو پر مهال د دواړو ادارو تر منځ د پیاوړو متقابلو همکاریو په اهمیت وغږېد او د کرنیز سکتور پرمختګ لپاره یې د استادانو او محصلینو څېړنیز فعالیتونه مهمه چاره یاده کړه.

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل طیب الله زاهد وویل، هڅه کوي د سکتوري ادارو او کروندګرو اړتیاوو ته په کتو او ستونزو حل په موخه د استادانو او محصلینو له خوا تحقیقاتي فعالیتونه ترسره کړي او یاده برخه کې یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له امکاناتو ګټه اخیستنه او همکاري اړینه وبلله.

د کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې آمر پوهندوی دوکتور عصمت الله دراني د یادې څانګې ماسترۍ برنامې محصلینو له لوري په بېلابېلو ساحو کې د ترسره شویو څېړنو، لاسته راوړنو او اړتیاوو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او مختلفو مواردو کې یې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن د کرنې په برخه کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو او محصلینو څېړنې اړینې وبللې او راتلونکي کې یې د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu