محصلینو ته د روژې د مسایلو او فضایلو په اړه بیان وشو.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۴۰
pic

د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت مرستیال مولوي نجیب الله ثاقب د دیني او اصلاحي درسونو په سلسله کې سلګونه تنو لیلیه محصلینو ته د روژې احکامو، فضایلو او ۲۰ رکعته تراویح لمونځ اقامت په اړه معلومات وړاندې کړل او یاد موضوعات یې د شرعي دلایلو په رڼا کې بیان کړل.

مولوي ثاقب د روژې مسایلو تر څنګ د۲۰ رکعته تراویح لمونځ په اړه د اصحابو کرامو، سترو امامانو او جیدو علماوو اقوال او دلایل رانقل کړل او زیاته یې کړه، چې په شل رکعته تراویح لمونځ د امت علماوو اجماع کړې ده او باید ترسره شي.

نوموړي دغه راز د تراویح لمونځ تاریخچې سربېره د صحابه کرامو (رضی الله عنهم) طریقه، د یاد عبادت فضایل او ګټې روښانه کړې او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د کادري ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده، ننګرهار پوهنتون راتلونکې سه شنبه چې د (۱۴۰۵/ سنبلې/ ۳) نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون طب، کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اقتصاد، غزني پوهنتون طب او عامه اداره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu