د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالېسۍ او تضمین کیفیت کمېټو غړو ته ( د ستراتېژیک پلان مدیریت، ارزښت او اړتیا) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۲۰
picture

یاد ورکشاپ چې موخه ترې د ګډونوالو ظرفیت لوړونه وه، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري د پوهنځیو په کچه (د تضمین کیفیت او پلان او پالېسۍ) کمېټو غړو ته دایر شو.

د یاد ورکشاپ پر مهال به روزونکي استادان هر یو پوهنمل عبدالهادي زماني او پوهنیار احسان الله بیان د پلان اړوند ټول اصطلاحات او ستراتېژیک پلان سره تړلي موضوعات تشریح او واضح کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د یاد ورکشاپ په اړتیا او مقصد خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ستراتېژیک پلان اړوند معلومات ترلاسه کول او په اهمیت یې پوهېدل د پوهنتون اوږدمهاله پرمختګ ته لار هواروي.

نوموړي د ورکشاپ له استادانو د مننې تر څنګ د کمېټو غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د ورکشاپ له معلوماتو د خپلو چارو په سمون کې ګټه واخلي او نورو سره یې هم شریک کړي.

د اجنډا له مخې یاد ورکشاپ په دوو برخو وېشل شوی، چې لومړۍ برخه کې به یې د یادو کمېټو د دندو لایحې، کاري پلانونه او د کاري پلانونو تطبیقي راپور جوړونې په هکله خبرې او معلومات وړاندې شي او دویمه برخه کې به د ننګرهار پوهنتون د ستراتېژیک پلان جوړښت، د ستراتېژیک تطبیقي پلان او د هغې د راپور څرنګوالي، د لیکل شوي راپور ارزونې او مالي پلان واحد فارمټ جوړېدو باندې بحث او معلومات وړاندې شي.

په پای کې به د عملي کار تر څنګ د نظریاتو او معلومات تبادله هم ترسره شي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د یو سيمینار پر مهال د اعتکاف، قدر شپې او سرسایې په هکله معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu