ننګرهار پوهنتون کې د یو تفریحي پارک د جوړېدو چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۲۴
picture

یاد پارک د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام او د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست په ګډو هلو ځلو د درې سوه زرو (۳۰۰،۰۰۰) افغانیو په مالي لګښت د یوې میاشتې په موده کې جوړیږي.

د ننګرهار پوهنتون د رئیس شیخ انعام الله مدني په وینا، هڅه کوي چې په پوهنتون کې د غوره تدریسي چاپېریال رامنځ ته کولو او د محصلینو د ذهني ارامتیا، مطالعې او تفریح په موخه دا ډول پارکونه جوړ کړي.

نوموړي د ننګرهار ولایت د اقتصاد ریاست او همدارنګه د پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې د مسؤلینو مننه وکړه، چې د یاد پارک په جوړېدو کې یې مرسته او همکاري کړې ده.

د ننګرهار پوهنتون د چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي وایي، چې یاد پارک د درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت جوړیږي، چې چارې به یې په یوه میاشت کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu