د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د دیني او اصلاحي درسونو په لړ کې نن ورځ د خیانت او بُهتان مذمت بیان شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۲:۳۸
picture

یاد موضوعات د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني له خوا د قرانکریم او مبارکو احادیثو په رڼا کې په تفصیلي ډول تشریح  او د یادو ګناهونو په عذابونو، زیانونو او ترې د ځان ساتنې لارو چارو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. 

مولوي مهربان شاه مدني د درسي حلقې ګډونوالو ته د موضوعاتو اړوند لازمې سپارښتنې وکړې او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو هر یو مولوي مهربان شاه مدني او مولوي نجیب الله ثاقب له لوري د پوهنتون استادانو، مامورینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د درسي او اداري مکلفیتونو تر څنګ هر سهار په اتو بجو د قران عظیم الشان ترجمه او بېلابېلو وختونو کې د دیني او عقیدوي مسایلو تدریس کېږي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu