بایزید روښان او متانت د لوړو زده کړو مؤسسو ننګرهار پوهنتون سره د ګډو همکاریو تفاهملیکونه لاسلیک کړل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۳:۸
picture

د مسؤلينو په وينا، د اصولو په چوکاټ کې د پیاوړو علمي اړیکو ایجادول، یو له بل سره د اکاډمیکو مشورو او تجربو شریکول، په علمي، تحقیقاتي او نشراتي برنامو کې په ګډه کار کول، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د علمي او ظرفیت لوړونې برنامو او علمي سیرونه برابرول او د علمي کادر غړو د تقرر او ترفیعاتو په برخه کې دوه اړخیزه همکاري ددې تفاهملیکونو اساسي موخې دي.
یاد تفاهملیکونه د ننګرهار پوهنتون د رئیس شیخ انعام الله مدني، د بایزید روښان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس دوکتور عزیز الدین نجات او د متانت لوړو زده کړو مؤسسې رئیس وفي الله رؤفي تر منځ د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې لاسلیک شول.
د یادونې وړ ده، چې د یادو تفاهملیکونو د لاسلیک پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د متانت لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال رشید الله شینواري هم حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې یو کلن جوړ شوي کورس څخه ۲۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

د لوړو زده کړو محترم وزارت په لارښوونه او مالي ملاتړ ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړې یو کلنې جوړې شوې برنامې څخه (۲۶۵) تنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د خزاني سمستر نهايي ازموینې پیل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، په یاده ازموینه کې چې د جدي میاشتې په ۸مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، د دې پوهنتون د لیسانس، فوق لیسانس او شپې پوهنځیو محصلین په کې برخه لري.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲۶ کادري بستونو لپاره له ۷۳ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار پوهنتون سربېره د تابش، جهان او امیر علي شېر نوايي خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کمپیوټر ساینس او وترنري علومو. . .

BACK TO NEWS

User account menu