د طب پوهنځي۹۶ تنو فارغېدونکو محصلینو د خپلو پایلیکونو دفاع وکړه او د ترسره کړیو څېړنو پایلې یې شریکې کړې.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۰:۱۲
picture

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي۵۶ مې دورې (۹۶) تنو محصلینو د خپلې تحصیلي دورې د پایلیکونو څخه دفاع وکړه او پر بېلابېلو موضوعاتو د ترسره کړیو څېړنو پایلې یې له اړوندو سکتوري ادارو سره د پوسټر او اورل پرېزنټېشنونو په شکل شریکې کړې.
په همدې پار د طب پوهنځي فرهنګي کمېټې له لوري غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، طب پوهنځي مسؤلینو، استادانو، د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او روغتیايي بنسټونو استازو او ګڼ شمېر محصلینو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني غونډې ته د پرانیستې وینا پر مهال د طب پوهنځي د یادو محصلینو د څېړنیزو هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا ډول څېړنې نه یوازې د محصلینو علمي پوهه لوړوي، بلکې روغتیايي سکتور ته هم ګټورې دي.
نوموړي وويل: علوم له تحقیق سرچینه اخلي او دا د پوهنتونونو دنده ده، چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه څېړنې وکړي او پایلې یې له اړوندو ادارو او بنسټونو سره شریکې کړي.
د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظيمي د خپلې وینا پر مهال د څېړنو په ارزښت خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو ته یې د پوهنځي له لوري د څېړنو په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د یادو محصلینو د ترسره کړیو څېړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دویمه برخه کې فارغېدونکو محصلینو د خپلو پایلیکونو څخه دفاع وکړه، د خپلو ترسره کړیو څېړنو پایلې یې له ګډونوالو سره شریکې کړې او د هغوی پوښتنې یې ځواب کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu