دستوماتولوژي پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې

ليدلوری(Vision)

ننګرهار پوهنتون –ستوماتولوژي پوهنځی غواړي ، چې  د نړېوالو او سيمه ايزومعيارونو په پام کې نيولو سره  دستوماتولوژي  په برخه کې د کادرونو د روزنې، دڅېړنو، لیکنو، روغتياېي ) ستوماتولوژي  په برخه کې ( خدمتونو په ترسره کولو کې د علم او تکنالوژۍ پرمختګ  او د پلي کولو له لارې د اغېزمن ،دوامداره  ټولنيز،اقتصادي پرمختګ او سوکالي رامېنځته کولو هوډ لر ي  .

ماموريت (Mission )

ستوماتولوژي   پوهنځی د هېواد او سیمې په کچه  دستوماتولوژي  په مسلک کې وړ او معیاري کادرونه روزي، چې د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ په هېواد او سیمه کې شته روغتيايې ، څيړنيزو  او روزنيزو  ستونزو ته د حل لارې ولټوي او د پرمختګ لپاره یې هلی ځلې کوي. 

موخې(Goals )

ستوماتولوژي  پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:

  • د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر د ستومالوژي  پوهنځی جوړول 
  • د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د معیاري ودانیو رغونه ،مادي او کاري وسایلو برابرول  
  • د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کو ل
  • د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول  
  • د لوړو زده کړو وزارت، ولایت، ډونرانو، پراختیایي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ستوماتولوژي پوهنځی څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړیکو ټینګو ل
  • د وخت او اړتیاوو له غوښتنو سره سم دستوماتولوژي  په برخه  کې د مسلکي اشخاصو روزل  
  • د وګړو د ژوندانه د کېفیت او ورځني عاید لوړول
  • د نوي تکنالوژي معرفي او خپرول

User account menu