د وترنري علومو پوهنځي محصلینو تر منځ د حسن قرائت سیالي ترسره شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۲۲
picture

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د خپلو محصلینو تر منځ د قرانکریم د حسن قرائت سیالي ترسره کړه، چې په کې ددې پوهنځي ۳۸ تنو محصلینو او حافظانو برخه لرله.
د پوهنځي د مسؤلینو په وینا، له یادې سیالۍ څخه یې موخه د محصلینو د قرائت مهارتونو پیاوړتیا، جرئت لوړول او پوهنځي کې دیني ارزښتونو ته وده ورکول دي.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یادې سیالۍ او ورته نورو پروګرامونو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنځي له مسؤلینو یې مننه وکړه، چې محصلینو ته دغه ډول دیني او روزنیز پروګرامونه جوړوي.
ورپسې د حسن قرائت سیالي پیل شوه، چې د ارزوونکو له خوا لومړی، دویم او درېیم مقام ګټونکي محصلین په ډالیو ونازول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu