ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ لس اوریزه سیالۍ پیل شوې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۹:۳۲
picture

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، چې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.
د ټورنمنټ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي د سپورت په ارزښت او ګټو خبرې وکړې او سپورتي فعالیتونه یې د محصلینو په فزيکي او ذهني وده کې اغېزمن وبلل.
د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ په وینا، د پیل شویو سیالیو څخه یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول دي او لوبغاړو ته یې د سپورتي اخلاقو او اصولو رعایت سپارښتنه وکړه.
د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ د کمپیوټر ساینس لوبډلې د وترنري علومو پوهنځي لوبډلې ته ماته ورکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu