د لوړو زده کړو وزارت د دع/وت او ارشاد رئیس د ننګرهار پوهنتون د پوهنځیو له رئیسانو سره غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۷
picture

یاده غونډه چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، پر مهال یې د پوهنتون په فعالیتونو کې د اسلامي ارزښتونو او دیني ارشاداتو پلي کولو ته د پاملرنې زیاتوالي او د محصلینو ديني، فکري او اخلاقي روزنې په برخه کې د هڅو پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالان، د پوهنځیو، تدریسي روغتون او د پوهنتون د دع/وت او ارشاد امریت مسؤلین ددې غونډې برخه وال وو.
 
د لوړو زده کړو وزارت د دع/وت او ارشاد رئیس شـ/یخ شاکر الله وحدت غونډې ته د وینا پرمهال دع/وت او ارشاد د هر مسلمان مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، چې محصلین د مسلکي او علمي روزلو ترڅنګ د اسلامي عقیدې، توحید، او دیني اساساتو په اړه پوهول د پوهنتونونو او استادانو اساسي مکلفیت دی.

نوموړي د مجلس ګډونوالو سره د محصلینو د روزنې اړوند د لوړو زده کړو وزارت سپارښتنې او اندېښنې شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې محصلین باید د هر ډول اخلاقي انحرافاتو او بدو کړنو څخه وژغورل شي، چې راتلونکي کې په خپلو ټولو امورو کې ممتاز حیثیت ولري او اسلام، هېواد او ټولنې ته متعهد شخصیت څخه برخمن شي.

ښاغلي وحدت د پوهنځیو رئیسانو ته د محصلینو د سالمې روزنې په برخه کې بېلابېلې سپارښتنې وکړې، د مثمره علمي کادرونو په روزنه کې یې د استادانو همکاري اړینه وبلله او ویې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت مقام د اسلام او ټولنې په ګټه د محصلینو روزنې په برخه کې هر راز امکاناتو او سهولتونه مهیا کولو ته ژمنتیا لري. 

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني د خپلو خبرو پر مهال وویل: د محصلینو مسلکي او تخصصي پرمختګ تر څنګ هغوی په اسلامي تعلیماتو او ارزښتونو سمبالولو په برخه کې یې هڅې دوام لري، اړونده برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او ډاډ یې څرګند کړ، چې پوهنتون کې به د دع/وت او ارشاد امورو او فرامینو تطبیق څخه په کلکه څارنه وکړي.

د غونډې په پای کې د پوهنځیو رئیسانو د محصلینو روزنې او د اسلامي ارزښتونو ښه تطبیق په موخه خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره پای ته ورسېده.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د رمضان المبارک میاشتې په لړ کې د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو او د لابراتوارونو مسؤلینو ته د لابراتواري کړنو او اصولو پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د دې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت جوړ شوی و، چې موخه ترې د لابراتوار په برخه کې د مسلکي مهارتونو لوړول، ټاکلو اصولو زده کړه، علمي څېړنو لپاره د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د یو سيمینار پر مهال د اعتکاف، قدر شپې او سرسایې په هکله معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu