ننګرهار پوهنتون کې د ۸ کادري بستونو لپاره له ۵۷ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۴
picture

یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د ګډ هیئت له خوا د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني او باميان پوهنتونونو د ژبو او ادبیاتو، کرنې، ساینس، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو د بېلابېلو څانګو لپاره واخیستل شوه. 
د علمي کادر بستونو یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه په حضور کې د ټاکل شوي ممتحنه هیئت له خوا واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د  اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت  د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست څخه  د خصوصي تقرر آمر دوکتور  نور احمد بلال په مشرۍ راغلي پلاوي په ملتیا د ازموینې اخیستلو بهیر نه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړو په خپلو خبرو کې ګډونوالو کاندیدانو ته ډاډ ورکړ، چې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې یې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu