دکرنې پوهنځي په اړه

لنډه پېژندنه

کرنې پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په تشکيلاتي چوکاټ کې په ۱۳۵۷ کال کې تأسيس شو. په لومړيو کې یې درې ديپارتمنتونه (اګرانومي، حيواني علوم او کرنيز اقتصاد او توسعه) لرل، چې اوس مهال د شپږو ديپارتمنتونو لرونکی دی، چې د پخوانيو دريو ديپارتمنتونو تر څنګ د هارتيکلچر، د نباتاتو ساتنې او کرنيز تجارت يا کاروبار مديريت ديپارتمنتونو څخه عبارت دي. کرنې پوهنځی ۸۹۷ تنه محصلین لري، چې د تدریس چارې د ۳۵ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي او تر دې دمه یې په ۴۱ دورو کې ۴۶۵۳ تنه فارغان د ليسانس په کچه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

د پوهنځي اصلي موخه د کرنې په چارو کې د کادرونو روزنه ده، تر څو وکولای شي، د کرنې سکتور ته په علمي او مسلکي توګه پرمختګ ورکړي، چې له امله یې د غذايي خونديتوب د تامينولو لپاره لاره هواره، ټولنيز او اقتصادي پرمختګونه رامنځته او د خلکو د ژوند کچه د کیفي پلوه اصلاح او لوړه شي.

د کرنې سکتور د کادرونو د رزونې موخه د بشري وړتياوو لوړول تر څو په اړونده برخو کې څېړنې، ليکنې ترسره، تکنالوژي معرفي او خپرېدو کې مرسته چې د غذايي موادو او لومړنېو اړتياوو د پوره کولو ترڅنګ د چاپيريال ساتنه ترسره او هم د پايدارې کرنې ستراتيژي پلي شي، چې راتلونکي نسلونه د اوسنیو طبيعي سرچينو څخه هم د استفادي حق ترلاسه کړي.

کرنې پوهنځی د زده کړيالانو د وړتياوو لوړولو لپاره لابراتوارونه، حېواني او نباتي فارمونه، کتابتون او انټرنت خونې لري. استادان یې د تدريس تر څنګ د څېړنو په برخه کې لوی لاس لري او د څېړنو لړۍ په کې پیل شوې ده. یاد پوهنځی د کورنيو پوهنتونونو د کرنې پوهنځيو، د نړيوالو پوهنتونونو، تخنيکي او علمي سازمانونو، دولتي سکتوري ادارو، غیر دولتي مؤسسو سره اړيکي لري.

User account menu