ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد استاد پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ د فاتحې مراسم ترسره شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۷ - ۱۴:۵۳
picture

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال او د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې استاد مرحوم پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ فاتحه ددې پوهنتون د مشرتابه، کرنې پوهنځي مسؤلینو، استادانو او د ارواښاد د کورنۍ له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې واخیستل شوه.
د فاتحې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو سربېره د بېلابېلو تحصیلي موسسو مسؤلینو، استادانو او د ارواښاد استاد خپلوانو او دوستانو ګډون کړی و.

picture


د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د ارواښاد استاد مړینه لویه غمیزه او د ننګرهار پوهنتون لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.
نوموړي د ارواښاد کاکړ په شخصیت، علمي ژوند او خدمتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې ارواښاد استاد ډېر کلونه د هېوادوالو په خدمت او د کرنې په برخه کې د هېواد د علمي کادرونو په روزنه کې تېر کړل.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د خپلو خبرو پر مهال د پوهنتون استادانو، محصلینو، اداري کارکوونکو او د فاتحې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه، چې د ارواښاد استاد په وير راټول شول او نوموړي ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.
ارواښاد استاد پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ د روانې اسد میاشتې په ۲۳ مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او د همدې ورځې په مازیګر په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې یو کلن جوړ شوي کورس څخه ۲۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

د لوړو زده کړو محترم وزارت په لارښوونه او مالي ملاتړ ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړې یو کلنې جوړې شوې برنامې څخه (۲۶۵) تنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د خزاني سمستر نهايي ازموینې پیل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، په یاده ازموینه کې چې د جدي میاشتې په ۸مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، د دې پوهنتون د لیسانس، فوق لیسانس او شپې پوهنځیو محصلین په کې برخه لري.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲۶ کادري بستونو لپاره له ۷۳ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار پوهنتون سربېره د تابش، جهان او امیر علي شېر نوايي خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کمپیوټر ساینس او وترنري علومو. . .

BACK TO NEWS

User account menu