ننګرهار پوهنتون کې د (سورة البقرة ) ختم ترسره شو.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو له خوا ددې پوهنتون په جامع مسجد کې مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شـیخ انعام الله مدني، د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي سربېره یو شمېر استادانو، آمرینو، مدیرانو، اداري او خدماتي کارکوونکو برخه لرله.
غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د قران عظیم الشان د تفسیر او ترجمې په اړتیا، آجر او ثواب خبرې وکړې او قرانکریم یې د بشریت لپاره هغه بشپړ او کامل لارښود کتاب یاد کړ، چې د ژوند د ټولو اموراتو د تنظیم لپاره لازمې لارښوونې لري.
نوموړي د انسانیت د بریا او بقاء راز د الله تعالی په دغه ستر کتاب کې نغښتی وباله او د دعوت او ارشاد آمریت له مسؤلینو یې مننه وکړه، چې د خلکو د دنیوي او اخروي ژوند د بهبود او سمون لپاره هلې ځلې کوي.
د استادانو چارو آمر پوهنیار مـولوي محمد طارق مخلص، د بشري سرچینو آمر قاري جمیل محسن او د محصلانو چارو آمر مولوي سعید الله عـ.مري د غونډې نور ویناوال وو، چې د دعوت او ارشاد آمریت کړنې یې وستایلې او استادان او کارکوونکي کې یې په دیني درسونو کې فعال ګډون ته وهڅول.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د رهبرۍ، اداري او خدماتي کارکوونکو له لوري د دعوت او ارشاد آمر مـولوي مهربان شاه مدني او د یاد آمریت مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب ته د هغوی د غوره کړنو او خدمتونو له کبله د اعزاز پګړۍ پر سر شوې.
د غونډې پای کې په ننګرهار ولایت کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو قربانیانو ته په جمعي شکل دعا وشوه او ټپیانو ته د الله ج له درباره د عاجلې روغتیا غوښتنه وشوه.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت