د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت مرکزي کمېټې غړو غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۲۰:۱۳
picture

په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه، د تضمین کیفیت کمېټې په فعالیتونو، د پوهنځیو او څانګو ارزولو، د کمېټې د غړو روزلو او د پوهنتون د اعتبار لوړولو او ساتلو موضوعاتو په اړه بحثونه او خبرې وشوې.
د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال تضمین کیفیت په برخه کې د هېواد په کچه د ننګرهار پوهنتون له لوري د تر ټولو لوړو نومرو ګټلو له کبله د کمېټې غړو ته مبارکي وویله او د تضمین کیفیت داخلي واحد له مسؤلینو او غړو یې مننه وکړه، چې د پوهنتون د اړوندو برخو د کیفیت ښه والي لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړي د کمېټې مسؤلینو او غړو ته د ټاکلي مهال وېش او چیک لېست سره سم د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او څانګو د ارزونې لارښوونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ارزونې راپور دې د اړوند پوهنځي او دغه راز د پوهنتون له رهبرۍ سره شریک شي.
ښاغلي ناصح د کمېټې غړو ته د تضمین کیفیت پروسې پلي کولو په برخه کې د ستونزو او خنډونو پر وخت حلولو او د کمېټې دوامداره ناستو په اړه سپارښتنه وکړه. 
د غونډې پر مهال د پوهنځیو په کچه د جوړو شویو کمېټو د تېرې ربعې د فعالیتونو راپورونه وړاندې شول او ګډونوالو د تضمین کیفیت اړوند چارو کې په همغږۍ رامنځ ته کېدو، روزنیزو ورکشاپونو دایرولو، پوهنځیو کې د شکایاتو صندقونو نصبولو او ترسره کېدونکو کړنو پر وخت تعقیب باندې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د چارو بهبود او د پوهنتون په کچه د تضمین کیفیت پروسې د ټولو معیارونو پلي کولو په هکله   لازم نظریات او وړاندیزونه شریک شول.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۱۸
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د معلوماتو مدیریتي سیستم په هکله د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه په لارښوونه د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو او د محصلانو چارو امریت کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ امریت له خوا د لوړو زده کړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۸ کادري بستونو لپاره له ۲۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د لوړو زده کړو محترم وزارت او ننګرهار پوهنتون ګډ هیئت له خوا د ننګرهار، بامیان، خراسان او متانت پوهنتونونو انجنیري، اقتصاد، ښوونې او روزنې، ساینس او کمپیوټر ساینس پوهنځیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۲۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون دوو څانګو ته د سولري برښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په لارښوونه او د تدریسي روغتون مسؤلینو په هڅو نسائي ولادي او نویو زېږېدلو کوچنیانو څانګو ته د جرمنۍ مؤسسې (ګاک) په مرسته د نږدې څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت. . .

BACK TO NEWS

User account menu