د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ماسترۍ برنامې دریو څانګو کې د نباتاتو پر بېلابېلو ډولونو ۹۰ څېړنیزې پروژې پیل شوې.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۴:۸
Picture

د مسؤلینو په وینا، یادې څېړنې ددې پوهنځي د کرنیزو تولیداتو د ځنځیري ارزښت مدیریت، اګرانومي او هارتیکلچر څانګو د ماسترۍ برنامو د ۹۰ تنو محصلینو له لوري په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې پر ممپلیو، شولو، جوارو، میو، رومیانو، کچالو او نورو بېلابېلو نباتاتو ترسره کېږي.

د يادو پروژو په ترسراوي کې د ننګرهار پوهنتون سربېره ددې ولايت د کانال او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو له لابراتوارونو، څیړنیزو مرکزونو، ماشین آلاتو، ناروغیو تشخیص لابراتوارونو او نورو امکاناتو ګټه اخیستل کیږي.

picture

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د اګرانومي ډیپارټمنټ آمر دوکتور عصمت الله دوراني وویل: دغه څېړنیزې پروژې د ختيځ زون کرنیزو اړتیاوو او اهدافو ته په کتنې ډیزاین شوي او هڅه کوي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د محصلینو عملي زده کړو په موخه څېړنیزې پروژې ترسره کړي.

نوموړی وايي، اوسمهال په اګرانومي او د کرنیزو تولیداتو د ځنځیري ارزښت مدیریت څانګو کې څېړنې پیل شوي او نږدې راتلونکي کې به په هارتیکلچر څانګه کې هم څېړنې پیل شي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــ/ــولوي احسان الله ناصح د یادو څېړنیزو پروژو په پرانیسته خوښي وښوده، د څېړنو او علمي تحقیقاتو ترسره کول یې د ډېر اهمیت وړ وبلل او یاده چاره یې د پوهنتونونو اصلي دنده او مکلفیت ياد کړ.

د نوموړي په خبره، په کرنیز ډګر کې پرمختګ او عصریتوب د علمي تحقیقاتو پرته ناشونی دی، چې د یادې برخې د پرمختیا او پیاوړتیا لپاره باید زمونږ علمي کادرونه اړینې او ګټورې څېړنې ترسره کړي.

د علمي چارو مرستیال زیاته کړه: د یادو څېړنو له بشپړېدو وروسته به یې پایلې د اړوندو ارګانونو، متخصصینو او بزګرانو سره شریکې کړي.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu