ننګرهار پوهنتون کې د۱۲ کادري بستونو لپاره له ۷۵ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د ګډ هیئت له خوا د ننګرهار ،کونړ، کندوز او بامیان پوهنتونونو د طب، زراعت، ستوماتولوژي او ښوونې او روزنې پوهنځیو د بېلابېلو څانګو لپاره واخیستل شوه.
د علمي کادر بستونو یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست څخه راغلي پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه په حضور کې د ټاکل شوي ممتحنه هیئت له خوا واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــیــ/ـــخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د حامد اخندزاده په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست څخه راغلي پلاوي له ازموینې وړاندې ممتحنو استادانو سره غونډه وکړه او د پوهنتون رئیس په کې د خپلې وینا پر مهال استادانو ته په تفصیلي شکل د جوړو شویو پوښتنو تشریح کولو، خپلوۍ اړیکو نه پاللو او عدالت په پام کې نیولو سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او استادانو په ملتیا د ازموینې له صحني لیدنه وکړه او ګډونوالو کاندیدانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې یې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت