دعامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د علمي کادر بست اعلان!
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام عمومي مدیریت خبرتیا ))
دننګرهار پوهنتون رياست اړوند د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي رياست په لاندې خالي بست کې د ازادې سيالۍ ازموينې له لارې په علمي کادر کې په شرايطو برابرو اشخاصو ته اړتيالري.
ټولو په شرايطو برابرو کانديدانو چې په ذکر شوي څانګه کې د دوکتورا، ماسټرۍ اويا لېسانس په سويه لوړې زده کړې يې ترسره کړې وي خپل غوښتنليکونه دې له خپلو تحصيلي اسنادو او تابعيت تذکرې سره يوځای له ۱۴۴۵/۲/۳مطابق ۱۴۰۲/۵/۲۹ نېټې څخه تر ۱۴۴۵/۲/۱۳مطابق ۱۴۰۲/۶/۸ نېټې پورې دننګرهار پوهنتون دعلمي چارو معاونيت اړوند د استاذانو چارو آمريت وسپاري.
درنښت.
دننګرهار پوهنتون اداره