په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۷:۳
image

 

په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) د پولیو برخې مسؤل ډاکتر میزان الرحمن د یوه پلاوي په ملتیا د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې د پوهنتون د علمي تحقیقاتو کمېټې مسؤلینو هم په کې برخه لرله، د پوهنتونونو د محصلینو له خوا په ختیزو څلورو ولایتونو کې کور په کور د پوليو پر ضد د واکسينو د ترسره کېدونکو کمپاينونو د څارنې او سروې بهیر د بیا پیلېدو او په یاده برخه کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ډاکتر میزان الرحمن د ننګرهار پوهنتون د ادارې مننه وکړه، چې د پولیو واکسینو کمپاین د نظارت او څارنې په برخه کې ورسره همکار دي، چې له امله یې د یادې پروسې موثريت زیات شوی.

نوموړي په راتلونکې کې هم د یادې مرستې پر دوام ټینګار وکړ، چې د پوهنتون د مشرتابه له خوا ورته په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون محصلين په ننګرهار ولايت کې د ٢٠١٣ کال راهيسې د پوليو ضد واکسينو د کمپاينونو نظارت او څارنه کوي، چې په دې وروستیو کې دا لړۍ د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ته هم غځېدلې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu