ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د بیارغونې چارې پیل شوې.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۹:۹
image

 

یاده وداني، چې له جوړېدو وروسته به ترې د تدریسي خونو او د پوهنځي د انکشاف لپاره کار واخیستل شي، د ننګرهار د استخباراتو رئیس ډاکتر بشیر او د نوموړي په هلو ځلو د څو نورو شتمنو هېوادوالو د نږدې یو میلیون افغانیو په مالي مرسته جوړېږي.

د یادو رغنیزو چارو پرانیسته د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت، د ننګرهار د استخباراتو رئیس ډاکتر بشیر او د طب پوهنځي رئیس پوهنوال محمد عظیم عظیمي او د یاد پوهنځي د استادانو له خوا وشوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت له ښاغلي بشیر او نورو مرسته کوونکو مننه وکړه، چې د ولسونو د امنیت او خوندیتوب تر څنګ د تحصیلي بنسټونو سره مرسته کوي.

نوموړو یاده مرسته جاریه صدقه وبلله او د الله تعالی له درباره یې مرسته کوونکو ته د اجر او بریاوو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د استخباراتو رئیس ډاکتر بشیر په خپلو خبرو کې ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ علمي کور یاد کړ، چې په وینا یې، ((په آبادۍ او پرمختګ کې یې باید برخه واخلو.))

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون کمېټو او مستقلو آمریتونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې د ۱۱ ګونو معیارونو د تشریح ورکشاپ پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت په نوښت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې آمریت او مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په ګډو هڅو د دې پوهنتون د کمېټو او مستقلو آمریتونو (۲۵) تنو مسؤلینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲۱ کادري بستونو لپاره له ۴۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، لغمان، کندوز، میهن او افغان پامیر امارتي او خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۳۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د ساري ناروغیو مخنیوي او لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې او ارزونې عمومي مدیریت له خوا اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ساري او انتاني ناروغیو. . .

BACK TO NEWS

User account menu