فعالیتونه

د ساينس پوهنځي فعاليتونه

۱ – د پوهنځي غونډې:

علمي شورا، د څانګو غونډې، د تضمين کيفيت غونډه او هم د اړتيا له مخې د استادانو عمومي غونډه لري.

۲ – تدريسي فعاليت او د نورو پوهنځيو سره مرسته:

د عملي کارونو لپاره د مختلفو څانګو لابراتوارونه شتون لري. د مختلفو څانګو علمي کادرونه  د څانګې د اړوندو مضمونونو د تدريس سربېره د انجنيري، وترنري، زراعت، کمپيوټر ساينس، عامه اداره او اقتصاد پوهنځيو کې د کېميا، رياضي، فزيک او بيالوژي مضامينو په تدريس کې مرسته کوي.

۳ – علمي فعاليتونه او د ظرفيت لوړول:

د ساينس پوهنځي ټول استادان  د درسي بهير تر څنګ علمي رتبو ته د ترفيع په موخه درسي کتابونو په تاليف، ژباړه او څېړنيزو فعاليتونو بوخت دي. يو شمېر استادان د ماسترۍ سند د ترلاسه کولو لپاره په بهرنيو هېوادونو کې زده کړې کوي.

۴ – د ورکشاپونو، کنفرانسونو او سيمينارونو دايرول:

د ساينس پوهنځي استادان په منظم ډول کنفرانسونه، ورکشاپونه او سيمينارونه ترتيب او  همدارنګه ملي او  ولايتي علمي کنفرانسونو، ورکشاپونو او سيمينارونو کې فعاله ونډه لري، خپلې تجربې  د نورو سره شريکوي او هم  د نورو له تجربو څخه ګټه اخلي. د نصاب بيا کتنه شوې، چې د پوهنځي لپاره معياري نصاب برابر شي.

۵ - د کمېټو فعاليتونه:

د ساينس پوهنځي اداره او ټول استادان د تدريس د نظري او عملي چارو تر څنګ د تضمين کيفيت، څيړنې، نصاب او کريکولم، ازموينو، فرهنګي او الکترونيکي زده کړو کمېټو کې د لوړو زده کړو وزارت  ټولو قوانينو او لوايحو تطبيق او د پوهنځي د ښې راتلونکې لپاره کوټلي ګامونه اخلي او د پوهنتون د ادارې سره همېشه همغږي لري.