علمي چارو مرستیال بیوګرافی

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل احسان الله ناصح لنډه پېژندنه

 

image

 

محترم پوهنمل احسان الله ناصح د مولوي نورالله ناصح زوی د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ اوسيدونکی دی؛ چې په ۱۳۶۹هـ ش - ۱۹۹۰م کال کې په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې زيږيدلی دی.

لومړنۍ زده کړې يې د هيواد پلازمينې کابل او ننګرهار ولايت په مختلفو ديني او عصري مدرسو کې ترسره کړي دي.

په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون – شرعياتو پوهنځي اسلامي تعليماتو څانګې ته شامل شو، چې په ۱۳۹۲ هـ ل کال کې له ياد پوهنځي څخه لومړۍ درجه فارغ شو.

په همدې کال د ازادې سيالۍ له لارې د ازموينې په ترڅ کې د شرعياتو پوهنځي تفسير څانګې کادر ته شامل شو.

په ۱۳۹۵ هـ ل کې د تفسير او حديث په برخه کې له ماسترۍ څخه فارغ شوی دی.

په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې يې د اسلامي فقهې په برخه کې تخصص ترسره کړ، او په ياده برخه کې يې د افتاء سند لاسته راوړ.

د پښتو ژبې برسيره په دري، عربي ،انګليسي او اردو ژبو هم پوره برلاسي لري.

د څېړنې په برخه کې يې له لسو زياتې علمي څېړنيزې مقالې د  بيلابيلو هيوادونو په بين المللي ژورنالونو  او د هيواد په داخل کې په ملي ژورنالونو کې چاپ شوي دي.

ددې برسيره نږدې نهه چاپي اثار لري، چې له دې ډلې څخه يې دوه کتابونه يوازې د رسول الله صلی الله وسلم په سيرت ليکل شوي، يو اثر(قضية قتل الرحمة في الشريعة الاسلامية) تر عنوان لاندې په عربي ژبه د جرمني هيواد کې چاپ شوی دی،له دې جملې څخه يې يو شمير کتابونه د هيواد په پوهنتونونو او ديني مدارسو کې هم لوستل کيږي.

 په (۰۱ / ۰۱ /۱۴۴۳ هـ ق -  ۱۵ / ۰۸/ ۱۴۰۰  هـ ش نېټه) د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال په توګه مسؤليت وروسپارل شو، چې دغه خدمت لا هم دوام لري.